یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامریکا تراوسه خلیلزاد ته په ماسکو ناسته کې د ګډون اجازه نه...

امریکا تراوسه خلیلزاد ته په ماسکو ناسته کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې

تاند:( شنبه، د ميزان څلور ويشتمه)‏ ‏د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي، چې تراوسه دغه وزارت د افغانستان په اړه د مسکو د روانې اونۍ په ناسته کې د زلمي خلیلزاد د ګډون پریکړه نه ده کړې.

نوموړي ویلي، چې په دې کنفرانس کې د متحده ایالاتو د پلاوي د ګډون او په دې اړه چې څوک به په دې پلاوي کې غړیتوب ولري، پریکړه نه ده شوې.

له دې سره، امریکايي ویاند له روسیې سره د افغانستان په اړه تېرې ګډې ناستې ګټورې ګڼلي او ویلي، چې له روسیې او نورو هېوادونو سره په دې برخه کې ګډ کار ته لېواله دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې د ماسکو ناسته کې د افغان سولې لپاره د ځانګړي امریکایي استازي زلمي خلیلزاد د ګډون په هیله دي.

خلیلزاد مخکې هم له کابلوف سره په ګډه د افغانستان په اړه څو ناستې تنظیم کړې وې، چې د روسیې ترڅنګ د پاکستان او چین استازو هم ګډون پکې درلود.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره داسې ښکاري، چې په متحده ایالاتو کې د زلمي خلیلزاد په اړه د چارواکو او خلکو قضاوتونه منفي شوي او په ښه سترګه نه ورته کتل کیږي.

د امریکا د پارلمان یو شمېر غړو څو ځله له طالبانو سره د دوحې تړون د پایلو په اړه، چې مذاکراتچي او لاسلیکونکی یې زلمی خلیلزاد و، سختې ملاحظې مطرح کړې او په دې اړه له زلمي خلیلزاد څخه د توضیحاتو غوښتنه کړې وه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې مېرمن وندي شرمن تېره اونۍ په قطر کې له طالب پلاوي سره دوه ورځیني مذاکرات لرل، خو زلمي خلیلزاد ورسره د پلاوي غړی نه و.

1 COMMENT

  1. کوم شی چي امريکا په افغانستان کي غوتل هغه خليلزاد امريکا ته وکارول د خليلزاد باروت نور خلاس شوي او پوچ ده، اوس به امريکا نور اکتور را منځ ته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب