یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمخکيني افغان چارواکي: طالبان د کندوز او کندهار د پېښو مسؤول دي

مخکيني افغان چارواکي: طالبان د کندوز او کندهار د پېښو مسؤول دي

تاند:( شنبه، د ميزان څلور ويشتمه)‏ ‏يو شمېر مخکيني افغان امنيتي چارواکي طالبان په کندوز او کندهار ولايتونو کې د شيعه ګانو پر جوماتونو د وروستيو ترهګريزو پېښو له وجې مسوول ګڼي او وايي، چې طالبانو د ترهګريزو فعاليتونو له ترسره کولو سره په افغانستان کې نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي د وروستيو پېښو د غندنې ترڅنګ ويلي، چې طالبانو په افغانستان کې د القاعدې، داعش، لشکر طيبه او نورو ترهګرو ډلو ملتیا کړې او دلته يې د فعاليت بستر ورته غوړولی دی.

د ملي امنيت شورا پخواني وياند رحمت الله اندړ، چې خپله هم يو مهال د طالبانو قوماندان پاتې شوی، د طالبانو په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو تر شا د پاکستان د لاس لرلو خبر ورکړی.

‏ښاغلي اندړ ليکلي: دلته هره افراطي ډله يوه تر بلې بدتره وي او د ټولو ريښه په پاکستان کې وي.د نورو افراطي ډلو په څېر به د داعش ډله هم په ښکاره له پاکستانه تمويلېږي، پټنځايونه او روزنځايونه به يې هم هلته وي او نړۍ به يې ننداره کوي.

طالبانو ياد شوي بریدونه غندلي او د عاملينو د نيولو او مجازاتو ژمنه يې کړې ده.

په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو بې ساري پراختيا د متحده ايالاتو او لويديزو هيوادونو ترڅنګ د افغانستان سیمه ییز ګاونډيان او د طالبانو نيږدې ملاتړي لکه روسيه سخت انديښمن کړي دي.

د روسیې بهرنيو چارو وزارت په روانه اونۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه د طالبانو په ګډون يوه غونډه بللې، څو د داعش ډلې د فعالیتونو او نورو موضوعاتو په اړه خپلې اندیښنې له طالبانو سره شريکې کړي.

طالبان ظاهرا د داعش ډلې ګواښ ته د يوه مزاحمت په سترګه ګوري، خو ويل کيږي چې له دغې ډلې سخت په وېره کې دي او ان خپلو لیکو ته کې يې د نفوذ وېره لري.

طالبانو په وروستيو کې د خپلو لیکو د تصفيې لپاره څو کميسونونه هم ټاکلي، چې ليکې يې له نامطلوبو کسانو څخه پاک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب