تاند:(شنبه، د ميزان څلور ويشتمه)د طالبانو د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دوی یو لوړپوړی پلاوی نن د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړ.
د طالبانو خبري سرچینو د دې خبر له خپرولو سره ویلي، چې یاد شوی پلاوی به د ازبکستان له لوړپوړو چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو وغږیږي.
د دې سفر او د پلاوي د غړو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
څه موده مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته راغلی او له طالب چارواکو سره لیدلي و.
هغه د طالبانو له واکمنیدو راهیسې، تر ټولو لوړپوړی بهرنی مقام و، چې کابل ته یې سفر وکړ.
ازبکستان له طالبانو سره نیږدې اړیکې او همکارۍ لري، خو تراوسه یې د ټولو هېوادونو په شان د دوی رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.
په پام کې ده، چې د طالبانو دا لوړ پوړی پلاوی به له ازبکستان څخه مسکو ته لاړ شي.
مسکو روانه اوونۍ، د میلادي میاشتې په شلمه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی.
دې غونډې ته یو شمېر نور افغان سیاسي لوري او سیمه ییز هېوادونه هم بلل شوي.
په دې کنفرانس کې به د طالبانو د پلاوي مشري ملا سلام حنفي وکړي.
سلام حنفي افغان ازبک توکمه دی، چې تر ډېره د طالبانو د سیمه ییزو تعاملاتو چارې سمبالوي.
لږ خوپه خبرخپرولو کی دقت هم پکار دی اول خو حنفی ریس الوزرا ندی معاون دی دوهم عشق آباد دترکمنستان مرکز دی نه دازبکستان دازبکستان مرکز تاشکند دی.
سیاف صاحب نه په درناوی دا پښتنه هم کوو چی ایا تاسو د خپل د کورني مشهور لوټمار ممتاز د غلا او د کابل له مظلو مو خلکو نه د باج اخیستلولو جنایتکاره شبکه هم بنده کړی ?