یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهله طالبانو د استاد سیاف پوښتنه: د ځانمرګو کمپونه مو تړلي که...

له طالبانو د استاد سیاف پوښتنه: د ځانمرګو کمپونه مو تړلي که فعال دي؟

تاند:( شنبه، د ميزان څلور ويشتمه)‏د افغانستان يوه مخکښ طالب ضد جهادي مشر استاد سیاف د کندهار پرونۍ پېښه غندلې او له طالبانو يې پوښتلي، چې دوی د ځانمرګو بريدګرو د روزلو کمپونه تړلي که لا دې کار ته دوام ورکوي؟

ښاغلي سياف دا پوښتنه د کندهار د شيعه ګانو پر یوه جومات د پرونيو ځانمرګو بريدونو د غندنې په اړه په خپاره کړي پيغام کې کړې ده.

دغه جهادي مشر د پرونۍ پېښې په اړه دا هم ويلي، چې تر دې مخکې طالبانو هم دا ډول بريدونه کول او ده تل غندلي دي.

سياف ياد شوی برید په داسې مهال غندلی، چې ويل کيږي دا يو یې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د دې ډلې او روان وضعیت په اړه لومړنی غبرګون دی.

دا جهادي مشر، د تېر جمهوري نظام له عمده مفتيانو او با نفوذه څېرو څخه و، چې حکومتي مشرانو به د سياسي اختلافاتو باوجود ډېر ځله په لویو موضوعاتو کې مراجعه ورته کوله او هغه يې په لويو مسائلو کې ملاتړ کاوه.

ويل کيږي، چې سياف د جمهوري نظام له سقوط څخه يوه ورځ مخکې هندوستان ته تللی او لا هملته ژوند کوي.

له څو ورځو راهيسې، ترکیې ته د نوموړي د سفر او په مشرۍ يې د طالبانو پر ضد د يوې لويې ملي جبهې د جوړېدو ګونګوسې دي، خو رسما په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

يوې باخبرې سرچينې تاند ته ويلي، چې په دې جبهه کې به د مارشال دوستم، حاجي محقق، عطا محمد نور په شان سياسي څېرې غړیتوب ولري او ممکن پرځول شوی ولسمشر اشرف غني يې هم ملاتړ وکړي.

د سرچينې په حواله، د ولسمشر غني يو نيږدې کس معصوم ستانکزی د دې جبهې د جوړېدو چارې سمبالوي او په ترکيه کې يې په دې اړه ډېرو مطرحو سياسي څېرو سره ليدلي.

9 COMMENTS

  1. که څه هم د استاد سیاف د مینه والو څخه نه مخکی وم او نه اوس. خو دا خبره يی ډیره په ځای او داسلامی هدایاتو په رڼا کی کړی چی د تالبانو ځانمرګی بریدونه چی د زرګونو بی ګناه افغانانو د وژلو سبب شوی او د خولی وچه مړۍ يی ورله په خاورو او وینو لړلی غیری اسلامی عمل او د غندلو وړ و. همدا راز همدا تالبان و چی دا ډول ډلیزی وژنی ورته روا او حلالی ښکاریدی او په عام افغان يی هم د غلام او د کفارو د ملاتړو ټاپی لګولی او په وژلو يی ورله هیڅ صرفه په هیڅ ځای کی نه وه کړی.
    نوری ډلی هم ښايی ددوۍ د لاری په تعقیبولو ددوۍ په شان دا کارونه روا او حلال بولی او د بی ګناه انسانانو وژل ورته ددوۍ په شان په یو اوبل نوم حلال ښکاری.
    مخکی له دی چی تالبان دداډول ځانمرګی بمونو چی بی ګناه خلک په نښه کوی غندنه وکړی باید لمړی تالبان د داډول ځانمرګیو دروزلو نه لاس واخلی او ددې ناروا عمل چی په تیرو شلو کی يی ترسره کړی توبه وکړی او د افغانانو نه معافی وغواړی. او که نه نو دوۍ لمړی پدی کار کی که هر څوک ي تر سره کوی یو شان شریک دی.

  2. سیاف چې مشهور په منافق دی، په اصل کې د لنډغرو سپی او دا نور ورسره هم ټول هغه خاینان دي چې دا هېواد یې چور او د اشغال نوکران وو. د دې خاینانو نه هېڅ نه جوړېږي. که غني د دغو هېواد پلورونکو سره یو ځای شي او د اسلامي امارت پر وړاندې ودرېږي، دی به هم د تاریخ خاین او هم به ډېر سپک شي. غني اوس هم یو څه چانس لري چې ځان سم او سپین کړي. بله دا چې د تاند څخه مو دا هیله نه درلوده چې دومره به د طالبانو مخالفت او د لنډغرو پلوي وکړي. مننه

  3. زما یو دوست چی سعودی کی اوسیږي یو ورځ قصه کول چې په سعودی عرب کې تر څو کاله مخکې به د هری جمعی د لمونځ نه وروسته مجرمین لکه د مخدره موادو په قاچاق ، زنا او نور مهم جرمونو باندی تورن کسان چې په اعدام محکوم و هغوی به یو لوی میدان کی د خلکو مخ کی قطار ودرول شو او دولتی جلاد به په خپل توری د هغو سرونه به له تنو نه پری کړ.
    جلاد به هره جمعه د څلور پنځو کسانو سرونه له تنه پری کړ ،د میاشتو او کلونو په تیریدو سره وائي جلاد په سرپری کولو دومره روغده شوی و، چې د کومی جمعی په ورځ به چې هیڅ مجرم نه و، هغه به بلکل سرسام او لیونی کیده تر څو چارواکو د هغه د روغدیدو د علاج لپاره کومه جمعه چې مجرم د سرپری کولو لپاره نه و، چارواکی به څو میږی او پسونه یوی دښتی ته وړل او جلاد چی په انسان وژلو بلکل روغده شوی و، خپل توری سره به د پسونو منځ ته لاړه او د پسونو په سرپری کولو سره به خپل د انسان وژنی تلوسه او طغیان آراموه ، کله به چی د ټولو پسونه سرونه له تنه جدا شول نو جلاد به بیا بیرته طبعی حالت ته راغی.
    اوس پدی شلو کلونو کې طالبان هم په وژنو او قتل عامونو روغد شوي، هره جمعه باید هغوی د بیګناه انسانانو وینی تویی کړی ترڅو د هغوی د انسان وژنو احساس خړوبه شي.
    بل لامل ښائی د سیاف صیب خبره وي کرښی نه هاغاړه د آی ایس آي د ځانمرګي بریدګرو تریننګ ځایونه لا هماغسی فعال پاتی وي، ځکه دا مرکزونه هغه وخت هم د آی ایس آی د افسرانو په لاس کې و، او اوس چې طالبان دیخوا راغلي د بریدګرو تریننګ کمپونه به هماغسی د آی ایس آی په لاس فعال وي ځکه پاکستان غواړی ترڅو هغو نه طالبانو باندی د فشار په یوی وسیلی کار واخلي.

  4. د حمید ګل زوړ کوټه سپيه، د اول دړدنګ يا ټیز نه دې پيژنم يانې
    د افغان وژنې تاداو تا ايښودی دی، افغانوژنه کې دې د هرچا سپيتوب کړی، خپل قتل عامونه دې هیر دي شیطانه؟ هیر دې شول ډاکتر نجیب وخت کې دې ټول کابل تکفیر کړی وو؟ خدای دې برابر کړه د تالب دار ته مورده ګاوه ههههههه بګوان ته د پناه يوړه

    ږيره دې پريښې ده ببره/ سیافه ترهګره
    هره جامه چې اغوندې/ پوست د پيژنم په دوکان د چرمګره
    سیافه ترهګره
    هههههههههه

  5. باور وکئ د طالب جان هېڅ خبره او هیڅ کړنه می دومره نه ځوروی لکه دا خبره:
    ” موږ ټولو افغانانو ته عمومی بخښه اعلان کړېده “.
    طالب خانه (د انګرېز د مینځی زویه)!
    دا خو عام وولس دئ چی باید تا ته ئې عمومی بخښه اعلان کړې وای نه برعکس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب