یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهنبيل: داعش به زر د طالبانو له منځه د دوی خلاف خونړۍ...

نبيل: داعش به زر د طالبانو له منځه د دوی خلاف خونړۍ جګړه پيل کړي

تاند:( شنبه، د ميزان څلور ويشتمه)‏ د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل خبرداری ورکړی، چې داعش ډله به زر د طالبانو له منځه خپل بيرغ پورته او يوه ډېره ويجاړونکې جګړه پیل کړي.

نبیل پر خپل ټویټر، په کندوز او کندهار ولايتونو کې د شيعه ګانو پر جوماتونو بریدونه غندلي او ويلي: طالبان نور د روانې جګړې مالکان نه دي او سوله هم د دوی په واک کې نه ده.

د ملي امنیت د دغه پخواني رئيس په خبره، طالبانو ته د فتحې کاذب غرور د دې لپاره ورکړل شوی، چې په افغانستان کې د وژلو، ویجاړۍ او بالاخره د هېواد د ټوټې – ټوټې کولو د وسيلې په توګه استفاده ورڅخه وشي.

رحمت الله نبیل زياتوي، چې د اوسني وضعيت د دوام په صورت کې به له ډېرو سیمو داعش وسله وال له هغو وسلو، وسايطو او تجهيزاتو څخه په استفادې چې د طالب په جامه کې یې تر لاسه کړي، خپل تور بیرغونه پورته او د یوې کور ورانونکې جګړې لپاره به لاس په کار شي.

طالبانو د رحمت الله نبیل دې خبرداري ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو چارواکي ظاهرا د داعش ډلې ګواښ ته د يوه مزاحمت په سترګه ګوري، خو ويل کيږي چې له دغې ډلې سخت په وېره کې دي او ان خپلو لیکو ته کې يې د نفوذ وېره لري.

طالبانو په وروستيو کې د خپلو لیکو د تصفيې لپاره څو کميسونونه هم ټاکلي، چې ليکې يې له نامطلوبو کسانو څخه پاک کړي.

په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو بې ساري پراختيا د متحده ايالاتو او لويديزو هيوادونو ترڅنګ د افغانستان سیمه ییز ګاونډيان او د طالبانو نيږدې ملاتړي لکه روسيه سخت انديښمن کړي دي.

د روسیې بهرنيو چارو وزارت په روانه اونۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه د طالبانو په ګډون يوه غونډه بللې، څو د داعش ډلې د فعالیتونو او نورو موضوعاتو په اړه خپلې اندیښنې له طالبانو سره شريکې کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خو دا هم ویلي، چې که اړتيا شوه، په افغانستان کې به د داعش ډلې پرضد عملیات هم وکړي.

هغه د منځنۍ اسيا له پولو سره د ۲ زرو داعش وسله والو د موجوديت خبر ورکړی، چې په وينا يې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د اوښتو پلان لري.

1 COMMENT

  1. داعش ماعش نشته دا هسې لوبه ده. د یوې خوا طالبان پدې نوم غواړي د نړۍ توجه او خواخوږي حاصله کړي او د بلې خوا غواړي د عامو خلکو او خپلو نادانو غړو اعتماد. دا ټولې حملې ایران او د شیعګانو مشران په خپلو خلکو کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب