یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالبان: د ملا حنفي په مشرۍ مسکو ناستې ته پلاوی لېږو

طالبان: د ملا حنفي په مشرۍ مسکو ناستې ته پلاوی لېږو

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) ‏‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د افغانستان په اړه د مسکو ناستې ته يو لوړپوړی پلاوی لیږي.

د سرچينې په حواله، په دې ناسته کې به د طالبانو د امارت د پلاوي مشري د دوی رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وکړي.

ټاکل شوې، چې ياده ناسته د اکتوبر میاشتې پر ۲۰ مه مسکو کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د شاوخوا ۱۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي.

هندوستان نن وویل، چې يادې غونډې ته بلل شوی او ګډون پکې کوي.

ويل شوي، چې له ناستې څخه د روسیې اساسي هدف په افغانستان کې د داعش ډلې پرضد د مبارزې د همغږي کولو او پياوړتيا لپاره ډاډ ترلاسه کول دي.

تېره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته، په یوه مهمه وینا کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنه وښوده او د افغانستان وضعیت یې پېچلی وباله

پوتین په ماسکو کې د هم ګټو هېوادونو اوولسمې کلنۍ غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته ترهګر را ټولیږي او کولای شي، چې د هم ګټو هېوادونو ثبات خراب کړي.

پوتین په ورته وخت کې ټینګار وکړ، چې که اړتیا شوه، د سیمه ییز ثبات د ګواښونکو لاملونو پر وړاندې به په افغانستان کې د داعش ډلې پرضد ګډ عملیات ترسره کړي.

روسيې څه موده مخکې وويل، چې په کابل کې د داعش ډلې وسله والو يې پر سفارت د برید پلان درلود، خو دوی طالبان خبر کړي او د طالبانو په عملياتو کې د سفارت شاوخوا ته ۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو بيا ويلي، چې داعش ډله افغانستان او سيمې ته جدي ګواښ نه، بلکې يو مزاحمت دی، خو دوی یې مهارولی شي.

د طالبانو رژيم د داعش ډلې پرضد مبارزه کې د امريکا متحده ايالاتو د مرستې وړانديز رد کړی او ویلي، چې خپله دا مبارزه تر سره کولای شي.

د طالبانو له لفظي ډاډګيرنو سره هم مهاله، په وروستيو کې د داعش ډلې د بریدونو لړۍ په ختیځ کې له ورو هدفي وژنو څخه شمال ختیځ ولایت کندوز او سویلي ولایت کندهار ته د شيعه ګانو پر جوماتونو خونړيو ځانمرګو بريدونو ته رسيدلې او سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب