یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامام علي رحمان: د طالبانو واکمنیدو د تاجيکستان وضعيت پېچلی کړی

امام علي رحمان: د طالبانو واکمنیدو د تاجيکستان وضعيت پېچلی کړی

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) ‏‏د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د تاجيکستان وضعيت پېچلی شوی دی.

نوموړي د هم ګټو هېوادونو د سیمه ییزې ناستې پر مهال ويلي: طالبان د ملګرو ملتونو په نړېوال تور ليست کې شامل دي، د دوی له واکمنیدو سره د تاجيکستان وضعيت پېچلی شوی دی.

د تاجيکستان ولسمشر له ملګرو ملتونو څخه غوښتي، څو د ترهګرو ډلو د تور ليست په اړه په خپلواکه توګه عمل وکړي.

هغه نه ده روښانه کړې، چې له طالبانو څخه ورته په مشخص ډول کوم ګواښونه رامنځته شوي دي؟

په وروستيو کې ويل کيږي، چې طالبانو له تاجيکستان سره ګډې پولې ته د خپلو ځانمرګو بريدګرو کنډکونه استولي.

د تاجيکستان ولسمشر څو ځلې پر طالبانو مستقيمې نیوکې وکړې، خو د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر تاجيکستان د افغانستان په کورنيو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.

په وروستيو کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې له تاجيکستان سره يې ناسم پوهاوی رامنځته شوی، چې حل به شي او دوی ورسره کومه جدي ستونزه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې راتلونکې اونۍ به مسکو د افغانستان او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د يوې غونډې کوربه وي.

معلومه نه ده، چې تاجيکستان به په دې غونډه کې ګډون وکړي کنه؟

طالبانو دې غونډې ته د خپل رئیس الوزا د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ د يوه پلاوي د ګډون خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب