Homeخبرونهاسفنديار ولي خان د کندهار تروريستي پېښه وغندله

اسفنديار ولي خان د کندهار تروريستي پېښه وغندله

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه)‏ د پاکستان د نيشل عوامي پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان په کندهار کې د شيعه ګانو پر یوه جومات د نن ورځې ترهګريز بريد غندلی‌

هغه په دې اړه پخپل پيغام کې ويلي: په قندهار کې د جومات دننه بريد او بې ګناه انسانان وژل څوک هم جايز نه شي بللی۔موږ دا پېښه په سختو ټکو غندو۔

اسفنديار ولي خان زياته کړې، چې عوامي نېشنل پارټي د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهه ګرۍ غندنه کوي۔

نوموړي تېره اونۍ په کندوز کې هم د شيعه ګانو پر یوه جومات د ورته ترهګريز بريد غندنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و، چې د داسې پېښو لمنه به محدوده پاتې نه شي او سيمې ته به وغځيږي.

د اسفنديار ولي خان اشاره په ډېر ګومان پاکستان ته وه، ځکه په سيمه کې د ترهګرۍ د تولید، تمويل او رهبرۍ اساسي عامل ګڼل کېږي.

د کندوز د تېرې اونۍ پېښې مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و، خو د کندهار د نننۍ پېښې مسووليت لا چا په غاړه نه دی اخیستی ‌.

د کندهار نننۍ پېښه د طالبانو د رژيم تر څنګ ملګرو ملتونو سازمان، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عمر زاخېلوال، رحمت الله نبیل او ګڼو نورو افغان سياسي څېرو غندلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...