تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) د هند بهرنيو چارو وزارت په روسيه کې، د افغانستان په اړه د راتلونکې اونۍ په کيدونکې غونډه کې د ګډون خبر ورکړی.
د دغه وزارت يوې سرچينې نن ويلي، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوي او دوی ورته خپل استازی استوي.
بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت يوې سرچينې نن رسنيو ته ويلي، د دې غونډې اصلي اجنډا روښانه کړې ده.
ويل شوي، چې د روسیې اصلي موخه له دې غونډې دا ده، چې له داعش ډلې سره په افغانستان کې له مبارزې څخه دغه هېواد او نور هېوادونه ډاډمن شي.
تېره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته، په یوه مهمه وینا کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنه وښوده او د افغانستان وضعیت یې پېچلی وباله
پوتین په ماسکو کې د هم ګټو هېوادونو اوولسمې کلنۍ غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته ترهګر را ټولیږي او کولای شي، چې د هم ګټو هېوادونو ثبات خراب کړي.
پوتین په ورته وخت کې ټینګار وکړ، چې که اړتیا شوه، د سیمه ییز ثبات د ګواښونکو لاملونو پر وړاندې به په افغانستان کې د داعش ډلې پرضد ګډ عملیات ترسره کړي.
روسيې څه موده مخکې وويل، چې په کابل کې د داعش ډلې وسله والو يې پر سفارت د برید پلان درلود، خو دوی طالبان خبر کړي او د طالبانو په عملياتو کې د سفارت شاوخوا ته ۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
طالبانو بيا ويلي، چې داعش ډله افغانستان او سيمې ته جدي ګواښ نه، بلکې يو مزاحمت دی، خو دوی یې مهارولی شي.
د طالبانو رژيم د داعش ډلې پرضد مبارزه کې د امريکا متحده ايالاتو د مرستې وړانديز رد کړی او ویلي، چې خپله دا مبارزه تر سره کولای شي.
د طالبانو له لفظي ډاډګيرنو سره هم مهاله، په وروستيو کې د داعش ډلې د بریدونو لړۍ په ختیځ کې له ورو هدفي وژنو څخه شمال ختیځ ولایت کندوز او سویلي ولایت کندهار ته د شيعه ګانو پر جوماتونو خونړيو ځانمرګو بريدونو ته رسيدلې او سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.