دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پاکستان نړیوال هوايي شرکت PIA افغانستان ته پروازونه بند کړل

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت PIA افغانستان ته پروازونه بند کړل

تاند:( پنجشبه، د ميزان دوه ویشتمه) د پاکستان نړیوال هوایي شرکت اعلان وکړ، چې د طالبانو اسلامي امارت یې په چارو کې لاسوهنه کوي، او دوی له همدې امله د اسلام اباد او کابل ترمنځ خپلې الوتنې بندوي.

د دې شرکت یو ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امارت له دوی غوښتنه کړې چې د ټکټونو بیو کې بدلون راولي او همدا راز د دې هوایي شرکت عملې سره یې سخت چلند کړی.

طالبانو تر دې دمه د دې پاکستاني شرکت دغې ادعاو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو همدا نن پنجشنبه یې له یاد شرکت غوښتي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د هوایي سفر ټکټونو بیې راکمې کړي.

د پاکستان هوايي شرکت له کابله اسلام اباد ته د يوه ټکټ بيه له 150 ډالرو څخه 2500 ډالرو ته لوړه کړې وه.

پاکستان تر اوسه يوازينی هېواد و، چې افغانستان سره يې د هوا له لارې تګ راتګ درلود.

ډېرو نورو هېوادونو له افغانستان سره تګ راتګ بند کړی، چې له کبله یې افغانستان نه د خلکو مخ په زياتيدونکی بهير له ځنډ سره مخ شوی دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورين اوج ته رسېدلی او ميليونونه کسان وزګار شوي دي.

طالبانو که څه هم د هېواد دروازې تړلي، خو زرګونه کسان هره ورځ په ناقانونه لارو د ډېرو خطرونو له زغملو سره له هېواده وځي.

دغه وضعيت د افغانستان ګاونډيان له سختو انديښنو سره مخ کړي دي.

2 COMMENTS

  1. دا یی هسی یو چل جوړ کړی (پی آی ای) ته دلته څوک څه نشی ویلای . غلام بادار باندی نیوکه نشی کولای هسی یو چل یی جوړ کړی
    مقصد خلکو ته مشکل جوړوی چی څوک له دی دوزخه ونشی وتلای بله خبره نشه

  2. الحمد الله ، اوس به که خیر وی وحدت ملی ، ابادی او ازادی ته ورسیږو او هم باید افغانان د خپل هیواد د دریځ ملاتړ وکړی او په خپل هیواد کی پاتی شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب