شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه لندن کې یو افغان زلمکی په چړو ووژل شو

په لندن کې یو افغان زلمکی په چړو ووژل شو

تاند (چهارشنبه، د میزان۲۱) د لندن په جنوب لوېدیځ کې یو افغان زده کوونکی په داسې حال کې په چړو ووهل او ووژل شو چې ګڼو نورو یې سیل کاوه.

د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، اتلس کلن حضرت ولي، چې د ریچمانډ اپن تېمز کالج زده کوونکی و، په داسې ځای کې په چړو ووهل شو چې د یوه ښوونځي ماشومانو رګبي لوبه کوله.

دا پېښه د سې شنبې په ورځ د مازدیګر په ۴ بجې او ۴۵ دقیقو وشوه.

د پېښې ځای

شاهدان وايي، د ښوونځي ښوونکو ورمنډې کړې چې خلاص یې کړي خو حضرت ولي، چې سخت ټپي شوی و، په روغتون کې سا ورکړه.

پولیس وايي چې شاهدانو د موبایل ټېلفون په وسیله د دې بوږنوونکې پېښې ویدیو اخیستې او ځینو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

ایفنینګ ستنډرد ورځپاڼې ته د حضرت ولي یوه خپلوان ویلي چې نوموړی ډېر ښه انسان و.

هغه، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، همداراز ویلي چې حضرت ولي دوه کاله پخوا د پناه غوښتونکي په توګه بریتانیا ته راغلی و چې زده کړې وکړي. دی په لندن کې یوازې اوسېده او د کورنۍ نژدې خپلوان (مور و پلار…) یې په افغانستان کې دي.

د حضرت ولي یوه نژدې ملګري ساحل کوچي ورځپاڼې ته ویلي: «دی ډېر ښه انسان و، له هر چا سره ملګری و او هر څوک پرې ګران و.»

د حضرت ولي د درنښت په توګه نن/ چهارشنبې د ده په کالج کې تدریس ونه شو.

د ریجمانډ اپن تیمز کالج مدیر ډاکتر جاسن جونز مېل انلاین ته وویل «زموږ زړونه او دعاوې په دې سخت وخت کې د دغه زده کوونکي د کورنیو له غړیو او دوستانو سره دي.»

پولیسو د حضرت ولي د قاتل د نیولو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.

پولیسو له خلکو غوښتي چې د پېښې فلم یا عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور نه کړي ځکه چې د نوموړي د کورنۍ د غړیو درد به نور هم زیات کړي.

1 COMMENT

  1. ډیره دردونکی پیښه چی یو ځوان افغان په ډیره بی رحمۍ وژل کیږی او خپل ژوند پداسی حال کی د لاسه ورکوی چی د کورنۍ نږدی یو غړی يی هم په خوا کی نشته.
    خپلی د تعلیم او تحصیل دپوره کولو ټولی هیلی يی له ځانه سره ګورته یوړی. الله تعالی دی پخپل رحمت کی راونغاړی او ټولی کورنۍ ته صبر جمیل ورکړی. امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب