شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاصلاح که خپلمنځي اختلافات؟ طالبان خپلې لیکې تصفيه کوي

اصلاح که خپلمنځي اختلافات؟ طالبان خپلې لیکې تصفيه کوي

تاند:( چارشنبه، د ميزان يوويشتمه) د طالبانو اسلامي امارت اعلان وکړ، چې د خپلو جنګیالیو لیکې تصفيه کوي او د دې کار لپاره یې یو کمیسیون ګومارلی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي نن په يوه خبري ناسته کې د دغه کميسيون د جوړيدو خبر ورکړی.

هغه ویلي، چې په دغه کميسيون کې د امنیتي او دفاعي ادارو د استازو په ګډون لور پوړي چارواکي شامل دي.

د خوستي په وينا، یاد شوی کميسيون به د یوه طرزالعمل له مخې د طالبانو لیکې له هغو کسانو څخه تصفیه کړي، چې د دوی لیکو ته ننوتي، خو د دوی همفکره نه دي او په ناوړه چارو لاس پورې کوي.

د ياد شوي کميسيون رئيس لطف الله حکیمي وویل، چې کميسيون د طالبانو د ليکو د پاک ساتلو دنده لري.

هغه دا هم وويل، چې کميسيون د ملي پوځ د جوړولو لپاره هم د مناسبو خلکو د ګومارنې دنده لري.

طالب چارواکو ويلي، چې پخپلو ليکو کې به نا مناسب اشخاص له تشخيصولو وروسته له لیکو بهر او د اسلامي شريعت له مخې مجازات کړي.

دوی د دغو کسانو د تشخيص د څرنګوالي او ممکنه مجازاتو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي

د دې ترڅنګ نه دي ويل شوي چې دا کميسيون د چا په حکم جوړ شوی دی.

طالبانو څه موده مخکې د خپل رئیس الوزا د مرستیال ملا برادر په مشرۍ هم د يوه ورته کميسيون د جوړيدو خبر ورکړی و، خو تر اوسه یې د فعالیتونو او یا نه فعاليت په اړه توضیحات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو دا اعلان په داسې حال کې دی، چې په وروستيو کې د دوی د مختلفو ډلو او مشرانو تر منځ د واک او ګټو په سر د اختلافاتو خبرونه ورکړل شوي دي.

څه موده مخکې په یوه راپور کې وويل شول، چې په زابل کې لسګونه طالبان د همداسې اختلافاتو له کبله ظاهرا په دې تور د طالبانو له لیکو بهر او بنديان کړل شول، چې ګواکې داعش ډلې سره يې اړيکې جوړې کړي دي.

طالبانو بيا خپلمنځي اختلافونه رد کړي او په دې اړه څرګندونې د ځان خلاف تبلیغات ګڼي.

1 COMMENT

  1. د غسي ګونګ او بې بنیاده خبر خدای که په هیڅ چوکاټ کې هم جوړ راځي.
    پخوا به ځینو ټامي خوښیو کسانو لیکل چې طالبان شل ډلي دي. اوس چې یې ګورو د ملا عمر د زوی ـ مولوي یعقوب ځوانکي یو غږیز کلیپ یا امر په ټول افغانستان کې په هماغه لحظه تطبیق شي. نو یوڅه دقت پکار ده، کنه بیا په رښتیاوو هم څوک د تاند له خولې باور نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب