Homeخبرونهامریکا به افغانستان ته بشري مرستې ولېږي

امریکا به افغانستان ته بشري مرستې ولېږي

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۰مه) د امریکا متحدایالتونه په قطر کې د امریکايي او طالب پلاوو د یکشنبې د ورځې له خبرو وروسته اعلان وکړ چې افغانستان ته بشري مرستې لېږي.

دا خبره پرون طالبانو اعلان کړه.

د شنبې او یکشنبې په ورځ د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې وینډي شرمن په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د ښځو او نجونو د تعلیم په شمول پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړې.

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نیډ پرایس له طالبانو سره خبرې مسلکي او ګټورې وبللې. طالبانو هم خپلې خبرې ښې بللې دي.

پرایس وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو ژمنه وکړه.

«د اکتوبر په نهمه او لسمه د بېلابېلو ادارو (امریکايي) پلاوي د قطر، دوحې ته سفر وکړ چې د طالبانو له جګپوړو استازو سره وویني. امریکايي پلاوي په خبرو کې پر امنیتي او تروریستي اندېښنو او له افغانستانه د امریکايانو، نورو بهرنیانو او زموږ د افغان شریکانو د خوندي وتلو پر موضوعاتو تمرکز وکړ. دوی همداراز د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو د معناداره ګډون په شمول د بشري حقونو په رعایت کېدو ټینګار وکړ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی په وینا دواړو خواوو د امریکا د دې شرط په اړه هم خبرې وکړې چې بشري مرستې به په مستقیم ډول افغانانو ته په لاس ورځي.

ده دا هم وویل چې د طالبانو په اړه به په خبرو نه بلکې د هغوی په عمل قضاوت کېږي.

خو طالبانو دا خبره رد کړه چې امریکا دې په افغانستان کې د داعش پر ضد په عملیاتو کې مرسته وکړي. دوی وویل، حتي که امریکا خپلې مرستې له دې مسلې سره تړي، مرستې دې هم نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...