تاند(سې شنبه، د اکتوبر۱۲) شل کاله پخوا په دې ورځ د نړۍ نفوس ۶ ملیاردو ته ورسېد.
د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په دې ورځ زېږېدلی ماشوم شپږ ملیاردم ماشوم وبلل شو.
خو اوس له هغه وخته شل کاله وروسته د نړۍ نفوس ۷ ملیارده ۸۹۸ ملیونو ته رسېدلی دی.
د ورډو میتر پر اساس، د ورځې تر ۳ لکه ډېر کوچنیان زېږي. په روان م کال کې تراوسه پورې تر یوسلو ۱۰ ملیونه زیات ماشومان زېږېدلي دي.
د دې په وړاندې د ورځې لږترلږه یولکو ۸۰ زره تنه مري او په روان کال کې تر اوسه پورې ټولتال ۶۲ ملیونه ۷ لکه۳۴ زره تنه مړه شوي دي.
د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد چین دی چې د وګړو شمېر یې یو ملیارد ۴۴۶ ملیونه ۴۳۰ زره تنو ته رسېږي. ورپسې د هند نفوس یو ملیارد ۳۹۷ ملیونه او ۵۵۳ زره، د امریکا متحدو ایالتونو ۳۳۳ ملیونه ۴ لکه ۹۴ زره، د اندونیزیا ۲۷۷ ملیونه ۲۷۰ زره، د پاکستان ۲۲۶ ملیونه ۵۴۴ زره، د برازیل ۲۱۴ ملیونه ۵۰۳ زره، د نایجریا ۲۱۲ ملیونه ۵۰۳ زره، د بنګله دېش ۱۶۶ ملیونه او ۸۱۲ زره، د روسیې ۱۴۶ ملیونه ۱۳ زره او د مسکیکو ۱۳۰ ملیونه ۶۸۷ زره دی.