Homeخبرونهسيګار د ۲۰ کلنې افغان جګړې د تلفاتو ارقام خپاره کړل

سيګار د ۲۰ کلنې افغان جګړې د تلفاتو ارقام خپاره کړل

تاند:( سې شنبه، د ميزان شلمه) د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د مرستو د څارنې ادارې (سيګار) په يوه تازه راپور کې د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه خپل ارقام خپاره کړي دي.

دغې ادارې ويلي، چې په تېره شل کلنه جګړه کې لږ تر لږه د افغانستان د تېر جمهوري نظام تر ۶۶ زرو پورې سرتېري وژل شوي.

سرچينې همدا شان، په تېرو شلو کلونو کې د وژل شويو ملکي کسانو شمېر ۴۸ زره تنه ښودلې ده.

د‌ سيګار ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰ کلنه جګړه کې تر ۷۵ زړو پورې افغان ملکيان ټپيان شوي هم دي.
‏دغې ادارې د افغانستان په جګړه کې د امریکايي سرتیرو د مرګ ژوبلې جزییات هم خپاره کړي دي.

د سيګار د معلوماتو له مخې، په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې ۲۴۴۳ تنه امريکايي سرتيري او د دوی ۱۱۴۴ تنه نور بهرني متحدين وژل شوي دي.

نورو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان جګړه، افغانستان او امريکا دواړو ته له تر ټولو اوږدو جګړو څخه وه.
اوس د دې جګړې له داسې پای ته رسیدو سره، چې افغانستان پکې بيا د طالبانو لاس ته لوېدلی، امریکايي او مخکيني افغان چارواکي ټول تر سختو نيوکو لاندې دي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو پخواني عمومي قومندان جنرال مک کرسټال په يوه تازه مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعيت په اړه بايد څېړنې وشي او د دغې بايلې لاملونه دې روښانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...