پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهمتقي: طالبانو کرونا داسې مهار کړه، چې ډاکټران ورته حیران شول

متقي: طالبانو کرونا داسې مهار کړه، چې ډاکټران ورته حیران شول

تاند:( سې شنبه، د ميزان شلمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وايي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته کرونا په داسې بڼه مهار کړه، چې ان ډاکټران ورته حیران شول.

هغه دا خبره د قطر په مرکز دوحه کې يوه تحقيقاتي مرکز ته د وينا پر مهال کړې ده.

طالب وزير نه دي ويلي چې طالبانو د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره څه کړي او څه ډول يې دا وایرس کنټرول کړي دي؟

د هغه دې خبرې په ټولنیزو رسنیو کې مختلف غبرګونونه پارولي دي.

ځينو فعالانو لیکلي چې که طالبانو ته د کرونا د ويروس په شان د خطرناکو ستونزو د حل معجزوي معلومې وي، د سقوط کيدونکي روغتيايي نظام، اوج ته رسېدلي بشري او اقتصادي ناورين او نورو بحرانونو د حل لپاره دې هم خپلې معجزې په کار واچوي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران اوج ته رسېدلی، ډېری خلک د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره ان د خپلو کورونو وسايل او اولادونه په بازارونو کې پلوري او په ميليونونه کسان له افغانستان او طالبانو څخه د تېښتې لارې لټوي.

په همدې حال کې ويل کيږي چې طالبانو د روغتيا وزارت د کورونا وایرس د تازه ارقامو له خپرولو څخه منع کړی، کنې اوس هم مثبتې پېښې او تلفات لکم نه دي.

11 COMMENTS

  1. د داسی چارواکو سره زموږ د هیواد او خلکو عاقبت دې پخیر وي، ټوله دنیا د افغانستان روغتیائی حالت ته په اندیښنه کی ده، که ملګرو ملتو حاضر شوی نه وای چی زموږ د هیواد د روغتبایي کارکونکو معاشونه ورکړي، همدا میاشت زموږ د هیواد روغتیایی سکتور ویجاړ شوی وای، پداسی حال کی چی کرونا د وباء له وجی هره ورځ زموږ د هیواد لسګونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او ورځ تر بلی حالت په خرابیدو ده ملا متقی صیب د کرونا دله منځه وړلو خبره کوي، که د خارجه چارو وزیر چی د طالبانو په منځ کې نظر نورو ته نیمچه باسواده ښکاري په معجزو د هیواد او خلکو ستونزی حلوي ، د دوي دا نور ملایان خو به په چوف او کوف د هیواد ستونزی حل کړي، د داسی چارواکو سره دې لوی خدای زموږ هیواد او خلکو ته دې خیر راپیښ کړي.

  2. په چوفونو یې مهاره کړه ههههههه
    د افغان نوم مو وشرمولو جاهلو او مطلقو شنو خرو. تاسو ته خو په انسان ویلو کې هم سړی شکمن شي. دا یې لا ددوی د ټولو نه هوښیار شخص دی.

  3. ډیره د تعجب خبری متقی صاحب چی کرونا مو به کوم علمی استعداد مهار کړی وی؟ تعویض دم او دعا مو هم اوس اثر نلری ځکه چی د اسلامی پاکی کومی نخښی په تاسو کښی نه لیدل کیږی، کبر له عامو او باسواده خلکو ته هغه اوج ته رسیدلی چی هر کوچنی او لوی امارتی چارواکی ته د خدای خیر پیښ کړی، ځکه داسی کبر لکه تاسو یی چی لری نعوذ با الله د خدایی مستقیمه دعوه ده او الله ج خادم خلک خوښوی نه کابر او د تاسو په شان د ډیر و کبر جنو خلک ککری اوس هم ندی معلومی. هماغ رزعی موټرونو کښی تاسی هم ګرزی تیر چارواکی هم، هماغه کبر چی تیرو چارواکو درلوود تاسی یی سل چنده زیات لری، هما غه بی امنی چی سابق په لویو ښارونو کښی وه اوس ډیره ده، هماغه د موټر او چو کیو او قدرت وږی چی سابق چارواکی وو تاسو تر هغه سل برابره تږی یاست، هغوی ډیر کم کولای سول چی دولتی موټر وپلوری او یا هم خپل بادارن پر خوشحاله کړی ولی تاسو یی په ډیر افتخار کوی، سلاح پلورل او وطن پلورل اوس ډیر سوی، چی د ناموس حیثیت لری، مخکی پښتنو هڅه کوله چی حدا اقل په علم پسی وګرزی او زده کړی وکړی د تاسو له برکته دغه کیسه او س د پښتنو له پاره حد اکثر سوه، مرمی ژوند اخلی تاسو د خلکو عزت په لوږه او مهاجرت اخلی، له خپل وجدانه پوښتنه کړی چی ولی عام او خوار غریب اولس له تاسی تښتی، ولی وچکالی ستاسی قدمونه ښکلوی دا ځکه چی غادر یاست قول، وعده زړه او خوله مو سره یو ندی. ( اوس د تحریک اکثریت پاکو مجاهدینو ته دا ثابته سوه چی دا هرڅه د قدرت، قومیت او د اولس د دربدری له پاره وو). الله ج یو سړی په یوه شی نیسی او لکونه ګناهونه یی معاف کوی. اوس هم په اطرافونو او ښارونو کښی ستاسی ټوپکیان داسی فکر کوی چی دوی د اسلام راوړونکی دی. کومه خبره مو درته ووایو تاسی یی د اوریدلو حوصله نلری او خوابدی کیږی او موږ له لیکلو ستړی یوو.

  4. څوک چې یو وارې منافق شي د هغه په پاکیدو د چا زور نر سیږي ، سپي غپيږي خو کاروان تیریږي ! مننه

  5. پتنګ ساب!
    خپل امیرالمؤمنین ته څوک منافق نه وائی.
    خوله دی د خاورو ډکه سه ستا بې حیاء طالب.

  6. الکوزی صاحب محترم!
    ستاسی ګیله او احساس بالکل پر ځای دئ خو انصافاً ګیله باید د نړیوال پلید استعمار څخه وسی چی ځان غوندی حرام خواره او نحسی موجودات (طالبان) ئې زموږ د تاریخ او جغرافیا پر اوږو سپاره کړه.

  7. بښنه غواړم
    دا چي موږه خپله بدمرغي د نورو په ناځواني کي وينو دا نو دا معني ورکوي موږه نه په سياست او نه په دوستي پوهيږو.
    له امانالله خانه را نيولي تر پرونه پوري له يوه سيستم سره هم موږ جوړ نه شو نو اوس دونيا مجبوره شوه خر تالب يي په ارګ کي راته کينول چه په چوف باندي کرونا مهار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب