جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د افغانستان لپاره یوه طرحه/ لیکونکی:بریالی رسولي

د افغانستان لپاره یوه طرحه/ لیکونکی:بریالی رسولي

په دې طرحه او برنامه کې په لنډه توګه د هېواد اداري پراختیايي لارې چارې په ګوته شوي او له چارواکو سره پخپلو کارونو او پلانونو جوړولو کې مرسته کولای شي.

د پوهنې او روزنې برخه

سمه روزنه روغه ټولنه

د انسان د صحت او سلامت اساس په نطفه کې رامنځته کېږي. یو روغ پلار او مور او خوشاله چاپېریال کولای شي د نطفې او ماشوم سلامتتیا تضمینه کړي. باکیفیته او کافي خواړه هغه څه دي چې د نطفې، مور، جنین او ماشوم صحت ته ضرور دي.

زموږ د ډېری خلکو خواړه په پوره اندازه خوراکيز توکي او مرکبات نه لري. د یوه کس د تغذیې او خوراک لپاره څو ډوله عنصرونه او مرکبات اړین دي، لکه کاربوهایدریت، غوړي، پروتین، ویټامینونه. اوبه او منرالونه.

د انسان وجود ۲۰ ډوله امینو اسید او ۳۰ ډوله عنصرونو ته اړتیا لري. دا ټول په یو ډول خوړو کې نشته، د پوره کولو لپاره یې باید څو ډوله خواړه وخوړل شي.

 ـ غله جات او حبوبات د کاربوهایدرېت غني سرچینې دي چې له ۹۰ سلنې نه تر ۹۹ سلنې کاربوهایدرېت او پاتې غوړي او پروتین لري.

ـ سابه او ترکاري له ۳۰ نه تر ۶۰ سلنې پروتین او پاتې غوړي او کاربوهایدرېت لري.

ـ لبنیات او مېوی له ۵۰ سلنې زیات پروتین او کاربوهایدرېت لري.

ـ غوښه له ۶۰ نه تر ۸۵ سلنې پروتین او پاتې غوړي او کاربوهایدرېت لري.

ـ خرېړي، د مېوو زړي لکه بادام، پسته، چارمغز، ممپلی او نور له ۸۵ نه تر ۹۹ سلنې پروتین او پاتې غوړي او کاربوهایدرېت لري.

ممپلی د ارزانۍ له کبله په نړۍ کې د پروتین د کمبود پوره کولو لپاره تر ټولو پکارېدونکی توکی دی او د خوړو د غني کولو لپاره کارول کېږي.

د سویا لوبیا د پروتین د پوره کولو او خوړو د غني کولو بله غني سرچینه ده چې تر ۳۵ سلنې پروتین لري.

زموږ هېوادوال کاربوهایدرېت لرونکي خواړه زیات کاروي، خو حیواني غوړي، لبنیات او نور پروتین لرونکي خواړه کم کاروي او زیاتره وخت د پروتین، ويټامینونو او منرالونو له کمبود سره مخامخ کېږي.

دا وروستي ډول خواړه د انسان د جسامت په غټولو او سالمه وده کې زیات رول لري او په کار ده چې زیاته پاملرنه ورته وشي.

زموږ په ښوونځیو کې دود دی چې شاګردان ښوونځیو ته یو څه خواړه وړي او یا یې له کانتینونو پېري او د تفریح په وخت کې یې خوري، نو د پوهنې چارواکو او کورنیو ته په کار ده چې له دې ډول خوړو کار واخلي. د ښوونځیو چارواکي باید بې کیفیته خوړو ته پخپلو هټیو کې د پلورلو اجازه ور نه کړي او پرځای یې له باکیفیته او روغو خوړو کار واخلي. دا په داسې حال کې ده چې په خصوصي ښوونځیو کې دغو مسایلو ته پاملرنه نه کېږي او هر څه په کې د ګټې او پیسو پر محوریت رامنځته شوي دي.

ښوونځي، چاپېریال او ودانۍ یې

زموږ ښوونځي، چاپېریال او ودانۍ یې معیاري نه دي. مناسبې خونې نه لري او نه د تفریح او ورزش لپاره شنه ساحه او د لوبو میدانونه لري.

ټول ښوونځي باید شنه ساحه او د ورزش میدانونه او د درس مطابق خونې ولري، که دغه درسونه نظري که عملي وي.

د ښوونځیو د ودانولو لپاره تل دولت پوره بودجه نه درلوده، که څه هم د پوهنې وزارت زیات لګښته وزارت و، خو د دې کار لپاره کېدای شي دولت او ولس دواړه مټې راونغاړي. په دې معنا چې د ښوونځیو په ځینو ودانیزو چارو کې د شاګردانو کورنۍ هم باید ونډه واخلي او هغه پخپلو صدقاتو او چاندو سره ودان کړي.

د بېلګې په ډول، که په یوه ښوونځي کې دوه زره کسان وي، په یوځل سل افغانۍ چانده راټوله کړي، نو دوه سوه زره افغانۍ شوې او په دې سره د ښوونځی لپاره تشنابونه، د اوبو سیستم، پارک او د لوبو میدانونه، لابراتوار، ورکشاپونه او نور جوړېدای شي.

په خصوصي ښوونځیو کې دغه کار ته اصلاً پاملرنه نه کېږي، زیاتره یې په شخصي یا کرايي کورونو کې ځای په ځای شوي، په تنګ چاپېریال کې زده کړه کوي او شاګردان یې تل ناروغ وي.

دغه ښوونځي باید د اړوندو چارواکو له خوا وڅارل شي، قوانین ورته رامنځته او د قوانینو او زده کړیزو شرایطو په چوکاټ کې یې فعالیت تنظیم او که نه، د دولتي ښوونځیو په پیاوړتیا سره اصلاً دغو ښوونځیو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

درسي نصاب

اوسنی درسي نصاب، یو سیاسي نصاب دی چې پر عمومي معلوماتو بنا دی. د دغه نصاب بنسټ د ظاهرشاه پر مهال کېښودل شو. دا ځکه چې، وروسته له دویمې نړیوالې جګړې، سړه جګړه په ډېر توندوالي سره پیل شوه او د مخ پر ودې هېوادونو یې زیات فشار راوړ او د دوی خپلواکۍ ورسره وننګول شوې. له دې فشارونو سره مقابله د ولسونو له بېدارۍ او هوښیارۍ پرته ستونزمنه وه او همدا وو چې ظاهرشاه د ملت د بېدارتیا لپاره له ښوونځیو او ډموکراسۍ کار واخیست. په ښوونځیو کې یې د عامه پوهاوي او بېدارۍ مضامین ورزیات کړل او په ډموکراسۍ کې یې یو شمېر ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړه، چې په خواشینۍ سره د ناسم مدیریت له کبله دا دواړه د دې پرځای چې د هېواد د پرمختګ په لار کې د حکومت ملا وتړي او موازي ورسره ګام پورته کړي، د حکومت پر وړاندې ودرېدل او حکومت یې نښه وګرځاوه او تر ننه دغه بهیر روان دی.

نور په عامه پوهاوي او ملي بېدارتیا کې د ښوونځیو د رول لپاره اړتیا نشته او دغه دنده کېدای شي رسنۍ او یو شمېر پوهنتونونه او څېړنیز مرکزونه مخ ته یوسي، نو له دې وروسته باید د ښوونځيو ټول تمرکز د سواد په زده کړه، تولید، تخنیک، تکنالوژۍ او صنعت وي.

د لومړنیو ټولګیو اوسنی تعلیمي نصاب له ایرانه تقلید شوی او خصوصي ښوونځیو چې څه یې زړه غوښتي، هغه یې پر تعلیمي نصاب وراضافه کړي. دغه مضامینو نه دا چې د زده کوونکو له زده کړې او سویې لوړولو سره کومه مرسته نه ده کړې، بلکې پر هغوی یې روحي او رواني بار ورزیات کړی او هغوی یې ګنس کړي دي.

په تېرو سل کلونو کې وخت ناوخته د ښوونځیو پر نصاب رنګارنګ مضمونونه ورزیات شوي، پرته له دې چې هدف ورته ټاکل شوی وي او یا هدفمند ګام ورته پورته شوی وي.

په وروستیو اتیا کلونو کې په ښوونځیو کې یوشمېر ساینسي مضامین ورزیات شول، چې په بهرنیو هېوادونو کې یې موخه د صنعت او تولید پیاوړي کول دي، خو دلته یوازې د یوه مضمون په توګه له نورو ټولنیزو علومو سره تدریس کېږي او هېڅ هدف ورته ټاکل شوی نه دی. په ښوونځیو کې دغه بې موخي د دې سبب شوې چې د یوه ښوونځي فارغ دې هېڅ تعریف ونه لري، خلک دې په دې ملامته کړي چې یوه ستنه یې هم جوړه نه کړای شوه او د بېکارۍ کچه ورسره پورته لاړه.

اوس موږ ته په کار ده چې خپلو ښوونځیو ته هدف او ستراتیژي وټاکو او د همدغه هدف او ستراتیژۍ په چوکاټ کې یې د ګټورتوب او دوامداره ودې لپاره ګام پورته کړو.

د دغه کار لپاره باید موږ خپل ښوونځي په څلورو  پړاونو ووېشو:

۱ ـ لومړني درې کلونه

دلته باید هدف د سواد زده کړه وي. په لومړي ټولګي کې باید شاګردان یوازې د تورو له بڼو، اوازونو، هجاګانو او ترکیب سره بلد شي.

کوم نصاب چې اوس په ښوونځیو کې دود دی زده کړه یې ستونزمنه او له معنوي پلوه هم کمزوری دی.

د مرسته کوونکي مضمون په توګه په ښوونځیو کې دې تجوید یا د بغدادۍ قاعده هم ورزیاته شي، چې د تورو د مخرج او هجاګانو په برخه کې له شاګردانو سره مرسته کولای شي.

همدا راز شاګردان دې په دې ټولګي کې د ریاضي عددونو له بڼې او ردیف سره بلد شي او د جمعې او منفي عملیې ورته تدریس شي.

هغه ښوونکي چې په تدریس کې کمزوري دي او بخپل تدریس کې له پيداګوژيکي او سایکولوژیکو لارو چارو کار ناخلي، شاګرد محورۍ او اکسپرېشن ته پاملرنه نه کوي، باید هغوی تر پیداګوژیکي زده کړو لاندې ونیول شي.

درس باید ټول عملي او ساده وي او شاګردانو ته انګېزه ورکړي چې پخپله هم څېړنه وکړي.

د بېلګې په ډول، تاسو د الف توری له لرګیو هم جوړولای او شاګرد ته یې ورښودلای شئ او شاګرد دې ته متوجه کوئ چې په اړونده درسي خونه کې کنجونه، د تاقونو، دروازو او کړکیو مورګې الف ته ورته دي او بیا ورته ووایئ چې ایا ستاسو د کور د خونو دا څه هم الف ته ورته دي او کله چې تاسو په لاره روان یاست نور څه الف ته ورته وینئ؟

ماشوم د تورو او عددونو په ردیف کولو کې هم ستونزې لري، خو تاسو کولای شئ له لرګیو او یا پلاستیک نه جوړ توري د ردیف کولو لپاره وکاروئ.

یا د تورو اوازونو په ښودلو کې د حیواناتو او یا له فزیکی اوازونو ګټه پورته کړئ او دا کار شاګرد ته وړتیا ورکوي چې څېړنه وکړي او له ښوونځي بهر هم د اوازونو په زده کړه لګیا وي.

په لومړي ټولګي کې باید تمرکز پر کلماتو، د تورو پر بڼه، غږ او هجاګانو وي او هېڅکله د جملاتو د تړلو او مفاهیمو د لېږد هڅه ونه شي.

د بېلګې په ډول، تاسو خپلو شاګردانو ته وايئ چې الف د الله د کلمې یا نوم په سر کې هم راځي او دا کلمه ورته لیکئ او د نورو تورو نوم یې هم وراخلئ، خو د الله په باره کې ورته په شفاهي ډول معلومات ورکوئ او په نصاب کې هېڅ جمله نه راوړئ او یوازې پر کلمه بسنه کوئ.

د یوې کلمې یا نوم په باره کې معلومات ورکول له زده کړې او د ماشوم په مغز کې د مفهوم له تداعي کولو سره زیاته مرسته کولای شي.

دویم ټولګی

دلته هم هدف د سېواد زده کړه او د لومړي ټولګي پر دوام د سېواد پیاوړي کول دي(کلمې او جملې).

د کتاب په لومړۍ څلورمه برخه کې باید د تېر ټولګي وروستي درسونه تکرار شي، چې په حقیقت کې د تېر کال د تدریس نتیجه ده او ورپسې نورو درسونو ته وده ورکړل شي.

په دې ټولګي کې باید په ځانګړي ډول د تورو بڼې، غږ، هجا او ترکیب(کلمې) او جملې ته پاملرنه وشي.

لکه څنګه چې زیاتره هجاګانې په الف، واو، یې او هې سره جوړېږي، له دې طریفې دې کار واخیستل شي. د بغدادۍ طرېقې تدریس د دې او راکدو تورو ته د حرکت ورکولو په برخه کې زیاته مرسته کولای شي.

د ریاضي او اعدادو د زده کړې په برخه کې هم باید له عملي متودونو کار واخیستل شي او د اعدادو په ردیف کې له پلاستیک او یا لرګیو جوړو شویو عددونو کار اخیستل کېدای شي. د جمعې او منفي طریقې تکرار، څو عددي جمع او منفي پرې وراضافه او په کار وړل یې شاګردانو ته په ګوته شي(شفاهي عبارتي پوښتنې، هېڅکله دغه پوښتنې په کتاب کې مه راوړئ).

د زده کوونکو د زده کړې حس او درک باید تنبیه شي او شاګرد ته وویل شي چې تاسو هره ورځ په لار کې څو موټرې وینئ چې له څنګه مو تېرېږي، د ښوونځي، کور او باغ کړکۍ او نیالګي مو څو دي.

ساعت څو بجې دي او داسې نورې پوښتنې چې شاګردان ورسره پوه شي چې ریاضي د دوی په ژوندانه کې څه کارونه درلودای شي.

د دویم ټولګي د نصاب په درېیمه او څلورمه برخه کې شاګردانو ته د ضرب او تقسیم عملیې وروښودل شي. دغه عملیې باید ساده وي.

د سېواد په برخه کې درېیمه او څلورمه برخه باید لنډو جملو او مفاهیمو ته ځانګړې شي. په دې برخه کې ورته خدای پېژندنه، چاپېریال پېژندنه او ځینې اخلاقیات تدریس شي.

د تجوید په برخه کې په درېیمه او څلورمه برخه کې بغدادۍ طریقه ورته بشپړه، لمونڅ او څو لنډ سورتونه ورته زده او د تورو او حرکاتو ترمنځ پر تړاو زیات تمرکز وشي.

لنډې کیسې، چیستان، متلونه، لنډ شعر او ترانې د وروستۍ برخې درسونه کېدای شي.

رسامي، پوهنیز او روزنیز سیر او ویډیويي درسونه په دغو دوو ټولګیو کې زیات اهمیت لري او باید ورته پاملرنه وشي.

درېیم ټولګی:

په دې ټولګي کې هدف باید د سواد بشپړول او په لنډو جملو سره پر متن او مغهوم تمرکز کول دي.

په لومړۍ برخه د کتاب کې باید د تېر ټولګي د نصاب وروستۍ برخه تکرار شي. د دغه ټولګي هدف د سېواد بشپړېدل او له ځینو مفاهیمو سره بلدتیا ده.

د نصاب دویمه برخه د بغدادۍ د قاعدې بشپړېدل او د قرآن لوستل، په لسان کې جالب ساده نثرونه،  لنډې جالبې کیسې او اخلاقي حکایتونه، ټوکې او شعرونه شاملېدای شي.

په ریاضي کې د جمعې، منفي، ضرب او تقسیم په تړاو عبارتي پوښتنې او نور شاملېدای شي.

په درېیمه برخه کې په دنیات کې د الله، د الله د نظام، ملایکو، لوح محفوظ، پیغمبرانو، اسماني کتابونو، ایمان، د ادیانو او نورو په هکله لنډ معلومات وړاندې شي.

په ریاضي کې د کسر ساده عملیې تدریس شي او په ژوندانه کې د کسر په کار وړلو لارې چارې او اهمیت په شفاهي ډول په ګوته شي.

په لسان او ادبیاتو کې د کورنیو ادبیاتو د مشاهیرو د یو څو کسانو پېژندنه د نثر او شعر نمونه یې او همداراز د شعر او نثر معنا او تشریح یې ځای په ځای شي.

رسامي او نقاشي دې په لرګي اجرا شي او په ټول کال کې ۵ رسامي او ۵ نقاشي اجرا شي.

دویم پړاو:

هدف دلته د سواد او معلوماتو بشپړول، متن او د متن مفهوم، له ژوندانه، ټولنې، ریاضي او دین سره د زده کوونکو بلدول دي

څلورم ټولګی

په لومړۍ برخه د کتاب کې منظومې او منثورې لنډې کیسې چې د پند او اخلاقو په باره کې وي. ټوکې او طنز او نور.

په دویمه برخه د کتاب کې د کیسو د جوړښت په باره کې معلومات لکه سناریو، کرکتر، پلاټ، اکټ، پیام، اختتام او نور.

په درېیمه برخه کې د شعر د صنعت په باره کې لنډ معلومات، لکه وزن، قافیه، تشبه، استعاره او نور.

په دیني زده کړه کې څنګه دې دنیا ته راغلي یو او څنګه له دې دنیا نه ځو.

هغه کسان چې مشران نیسي او ملاتړ یې کوي له مشرانو سره به حشر کېږي او له مشرانو به یې پوښتل کېږي او له مشرانو سره به یې جنت او یا دوزخ ته بیول کېږي.

په درېیمه برخه کې د بیعت او مشرانو نیولو او له مشرانو سره د حشر کېدلو په اړه معلومات او د آیتونو ژباړه او په دې اړه موضوعي بحثونه.

په ریاضي کې د کسر په باره کې بشپړ معلومات او ځینې عبارتي پوښتنې.

په دویمه برخه کې نسبت او تناسب او په درېیمه برخه کې هندسي شکلونه.

په رسامۍ او نقاشۍ کې د لسو رسمونو او نقاشیو جوړول.

پنځم ټولګی

 په ادبیاتو کې د نثر او شعر ډولونه، لنډې کیسې، ټوکې، ګرامر او زموږ د کورنیو شاعرانو ځینې اثار باید مطالعه شي.

په ریاضي کې ساده افادې او فورمولونه، په هندسه کې د هندسي اشکالو مساحت او حجم.

په دیني ښوونه کې د پیغمبر ص سیره، د راشده خلیفه ګانو خلافت، سلوک او رفتار.

میناتوري او د څو نمونو جوړول.

شپږم ټولګی

په ادبیاتو کې د کلاسیکو، منځنیو او نویو ادبیاتو مطالعه کول. د څو ادیبانو د اثارو لوستل.

د بدیع او بیان او ورسره د ګرامر لوستل.

په ریاضي کې د معادلاتو لوستل.

په دیني زده کړو کې د عربي ژبې ابتدايي زده کړه، ورسره د قرآن د لنډو سورتونو زده کړه.

درېیم پړاو:

په دې پړاو کې د نصاب هدف په ساینس او ټولنیزو علومو کې عمومي مطالعه ده تر څو زده کوونکي لېسې د نصاب لپاره چمتو کړای شي.

اووم ټولګی

په ریاضي کې تابع او نور.

په ادبیاتو کې ادبي مکتبونه او د دوی تطبیق پر بهرنیو او کورنیو ادبیاتو.

د افغانستان لنډ تاریخ او تاریخي دورې.

د فزیک اساسات.

د کیمیا اساسات.

د بیولوژي اساسات.

د یوې حرفې مطالعه(معماري).

په دیني زده کړو کې د عربي ژبې زده کړه.

ورسره د موضوعي(اخلاقي) حدیثو مطالعه کول.

اتم ټولګی

مطابقت، تابع او نور.

په ادبیاتو کې د سینما هنر.

په کیمیا کې تحلیلي کيمیا.

د ډینامیک فزیک مطالعه.

په دیني زده کړه کې د موضوعي مسایلو مطالعه لکه د علم، عباداتو او جهاد د قرآن او حدیثو په رڼا کې.

د یوې حرفې نجارۍ مطالعه.

نهم صنف

د تحلیلي هندسې مطالعه.

د عضوي کیمیا مطالعه

په ریاضي کې د تابعې او نورو مطالعه.

د برق فزیک مطالعه.

په دیني زده کړو کې د قرآن او حدیٍثو په رڼا کې د حدودو مطالعه.

د فلزکارۍ د حرفې زده کړه.

په بیولوژي کې مکروبونه، ناروغۍ او نباتات.

د افغانستان تاریخ.

څلورم پړاو لېسه

د دې پړاو د نصاب هدف، د تولید، ترمیم او ډیزاین لپاره په مختلفو برخو کې د زده کوونکو چمتو کول او تر فارغېدو وروسته د کار او اشتغال میدان ته د هغوی ورپېژندل دي.

 لېسې دې لومړی په دوو برخو ووېشل شي.

ساینسي علوم او ټولنیز علوم.

د ساینسي علومو لېسې دې ټولې مسلکي شي او هدف ترېنه د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د ترمیم او تولید تر کچې لاسته راوړنه ده.

دغه لېسې د فلزاتو، هایدرو کاربونونو، عتیقه احجارو، برېښنا، نقلیه وسایطو، وسلو، باروتو، کرنې، مالدارې، ښېښې، ساختماني چارو، سړکونو، رېل، رېل لارو، پترولیم، ډیزاین او نورو برخو کې تعبیه شي او په کې د کیمیا، فزیک، جیومترۍ، ریاضي، الجبر او نور اړوند مضمونونه تدریس شي.

په دې برخه کې د روغتیا او بیولوژي اړوند نصاب د ډاکترۍ د مرستیالې تر کچې، د وقایې، حفظ الصحې، لابراتوار او طبي تکنالوژۍ په برخه کې ترتیب او پلی شي.

کمپیوټر ساینس هم بله برخه ده چې په هېواد کې ورته ورځ تر بلې اړتیا زیاتېږی او د کمپیوتر د ترمیم، سوفت ویر انجینري، مخابرات او نور په کې راځی.

کازمیتیک، هوايي وسایطو، خوراکی توکو انجینري او نور هم په دې برخه کې راځی.

د  ټولنیزو علومو به لېسو کې ټولنپوهنه، فلسفه او دیني پوهنه، روان پېژندنه او ټولنیزه روان پوهنه، ادبیات، سیاست پوهنه(سیاسي نظریې، سیاسي تاریخ، حقوق، تاریخ، جغرافیه، ستراتیژي، تکتیک، د قدرت اعمال، د صلاحیت تمثیل، دولت. حکومت، نظام، تولنیز تړون، حکومت او حاکمیت، د دولت تشکیلات، سیاسي اقتصاد، اقتصادي تیورۍ) او نور په کې شامل وي، چې اسلامی حکومت یې باید د تمرکز ټکی وي.

حقوق او شرعیات چې د اسلام مطالعه، فقه، احکام او حدود یې موضوعګانې وي او د قران او نورو اسمانی کتابونو پرتله.

اداره او منجمنټ.

لوژستیک، بانکداري، ګمرکات او مالیات بل جلا ښونځی دی چې باید باملرنه ورته شي.

مارکتینګ، بزنس او سوداګري بل ښونځی دی چې باید موجود وي.

نظامي او استخباراتي زده کړې هم باید جلا ښوونځی ولري.

نجاري، اهنګري، معماري، خیاطي او د جامو او بوټانو جوړول او ډیزایننګ او نور باید هم ښوونځی ولري.

اقتصاد او د نورو ښوونځي باید په مسلکي توګه جوړ او د عمومي ښوونځو په توګه اوسني ښوونځي دې هم دوام پیدا کړي او د دې ښونځیو لپاره دې پوهنتون ته د ورشاملېدو لپاره د کانکور ازموینه په پام کې ونیول شي او د مسلکي ښوونځیو لپاره دې کانکور ازموینه نه وي او شاکردان دې د تعلیمی سويې او د هغوی د ارادې او خوښې پر بنا پوهنتونونو ته لار پیدا کوي.

په دې هره برخه کې باید پوهنتونونه هم رامنځته او هدف يې د ترمیم تر څنګه پر تولید او ډیزاین هم تمرکز وي.

په دیني پوهنه کې د قرانکریم تفسییر، حدیث او موضوعي مسایل تدریس شي او دغه لړۍ د لېسې تر پایه دوام پیدا کړي.

په دې نصاب سره موږ کولای شو په هېواد کې د صنعت، حرفې او نورو کارونو بنسټ کېږدو او اشتغال رامنځته او پیاوړی کړو.

په دې نصاب سره ښوونځی له بې معناتوبه وځي، هدف، ستراتیژي او معنا پیدا کوي، د کار زمینه ورسره برابرېږی او ټولنه ورسره پر ځان بسیا کېږي او پراختیا مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب