یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهاتمر: طالبان د کندوز پېښې په اړه مسوول او ځواب ویونکي دي

اتمر: طالبان د کندوز پېښې په اړه مسوول او ځواب ویونکي دي

تاند:( يکشنبه، د ميزان اتلسمه) د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په کندوز کې د اهل تشيعو پر يوه جومات د ځانمرګي برید له غندلو سره، طالبان په دې اړه مسوول او ځواب ویونکي ګڼلي‌‌.

اتمر په یوه ټویټ کې ياده پېښه د ټولو شرعي او انساني ارزښتونو پايمالول یاد کړي.

 د حنیف اتمر په خبره، داسې پېښې د هېواد وضعیت نور هم کړکېچنولای او د خلکو ژوند له اوسني وضعيت څخه هم ډېر تريخولای شي.

د بهرنيو چارو دغه مخکيني وزير ويلي، طالبان له دې کبله چې اوس د هېواد مسووليت ور په غاړه دی، د دې پېښې په اړه بايد ځواب ووايي.

په کندوز کې اوړمه ورځ د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال د اهل تشيعو په يوه جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه پکې شهیدان او سلګونه نور ټپيان شول.

د دغه برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه واخيست.

ياد شوی برید په پراخه او نړیواله کچه وغندل شو او له طالبانو وغوښتل شول، چې عاملين يې پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

طالبانو بيا په دې اړه د خپلو اقداماتو او لاسته راوړنو په تړاو څه نه دي ويلي.

په کندوز کې د داعش ډلې یاد شوي برید، هغه هم په دومره خطرناکه کچه د یادې ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنې زیاتې کړي.

داعش ډلې مخکې يوازې په ختيزو او یو شمېر سویلي ولایتونو کې د طالبانو او عامه امنيت خلاف فعاليتونه کول.

دا ډله د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې له لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. متل دی چې وایي: له موره میره مینه شوه. ده په خپل وخت کې د کومې پېښې ځواب ویلی چې اوس یې طالبان ووایي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب