یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونه۱۸۶ ټنه روغتايي توکي او تجهيزات افغانستان ته استول شوي

۱۸۶ ټنه روغتايي توکي او تجهيزات افغانستان ته استول شوي

تاند:( يکشنبه، د ميزان اتلسمه) د روغتيا نړيوال سازمان نن وویل، چې د افغانستان روغتيايي نظام يې هېر نه دی او يوازې د اګست مياشتې له آخرو ورځو تر اوسه دغه هېواد ته ۱۸۶ ټنه روغتيايي توکي او تجهيزات استول شوي.
د ياد شوي سازمان په ټویټر پاڼه کې نن دغه ارقام خپاره شوي.
سرچينې زياته کړې، چې د دغو توکيو او تجهيزاتو د لېږد لپاره کابل ته ۹ الوتنې ترسره شوي دي.
له دې سره، دا سازمان په افغانستان کې روغتيايي نظام له خطرناک وضعيت سره مخ ګڼلی او ويلي، چې دغه استول شوي توکي او تجهيزات د ۲.۵ ميليونه کسانو لپاره کافي دي.
ويل شوي، چې د پاتې نورو افغانانو روغتيا ته پاملرنه لا هم له سخت خطر سره مخ ده او لازم امکانات ورته نه دي برابر شوي.
د درملو، روغتيايي توکيو او تجهيزاتو کمښت د افغانستان د روغتيايي نظام يوازينۍ ستونزې نه دي.
د روغتيايي پرسونل د څو مياشتو معاشونو نه ورکول او د امکاناتو د نشتوالي له کبله د ۶۴ سلنه روغتايي مرکزونو او خدمتونو پای ته رسیدل د افغان روغتيايي نظام نورې عمده ننګونې دي.
نړيوال روغتيايي سازمان په دې اړه خبرداری ورکړی، چې د یادو مرکزونو او نورو ستونزو د زر نه حليدو له کبله به د افغانستان روغتيايي نظام سقوط شي.
څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د ۲۵ زرو افغان روغتيايي منسوبينو د معاشونو ستونزه به زر حل کړي.
البته دا د باقي پاتې معاشونو ستونزه ده، خو معلومه نه ده، چې طالبان به له دې وروسته د لکونو نورو افغان ملکي مامورينو په شان د روغتيايي پرسونل معاشونو ته څه حل لاره پیدا کړي؟
په ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې د کندوز د تېرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید ډېر ټپيان د روغتيايي امکاناتو د نشتوالي له کبله مړه شول.
د طالبانو له واکمنیدو سره، افغانستان په هر اړخيزه توګه له شدید اقتصادي او بشري ناورين سره لاس و ګریوان دی.
انديښنه دا ده، چې د ژمي له پیل او اوسني کړکېچن وضعیت له دوام سره به په افغانستان کې سترې بشري فاجعې رامنځته شي.
د روغتيايي نړيوال سازمان خو سمدستي د سختې لوږې له امله د نیږدې يو ميليون افغان ماشومانو د مړينې د ګواښ خبر ورکړی دی.
طالبانو د دغه وضعيت د حل لپاره د کوم مشخص پلان د لرلو او په دې اړه د عملي اقداماتو یادونه نه ده کړې.
ځينو طالب وياندويانو حتا په دې تړاو رسنيزو بحثونو ته غاړه نه ده ایښې او همدومره يې ويلي، چې د خدای تعالی په مرسته به ټولې ستونزې حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب