یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه ځانګړې الوتکه کې د طالب وزير سفر د خلکو غوسه پارولې...

په ځانګړې الوتکه کې د طالب وزير سفر د خلکو غوسه پارولې ده

تاند:( يکشنبه، د ميزان اتلسمه) تر هغې وروسته، چې په يوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو د ټپي وزير مولوي عبدالغیاث د استول کیدو خبر ورکړل شو، په دې اړه خلکو مختلف غبرګونونه ښودلي دي.

د دغه وزير د قطر ته د تلو خبره نن له يوه تصوير سره رسنیزه شوې ده.

په ټویټر ټولنیزه شبکه کې د حسينه شېرزاد په نوم يوې فعالې په دې اړه د راپور له شریکولو سره لیکلي: ‏دا هم هغوې ته دالې چې وویل یې تالبان تیر حکومت غوندې چارواکې نه لري!

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب لور هيله نجيب بيا لیکلي، چې په افغانستان کې که هر څوک په واک کې وي تر هر چا ښه ډوډۍ، روغتيايي امکانات او ښو زده کړو ته یې اولادونه لاسرسی لري، خو يوازې عام خلک او وطن په غربت او اور کې سوزي.

طالبانو د خپل دغه وزير د ټپي کیدو او هم يې قطر ته په ځانګړې الوتکه کې د تلو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې طالبانو مخکيني چارواکي تورنول، چې په بې ځايه او پراخو لګښتونو يې بیت المال حیف و میل کړی دی.

2 COMMENTS

  1. وای د تیر رژیم شمال تلواله ډیره فاسده وه عبدالله عبدالله به د دوه زرو ډالرو بوټ او د شپږنیم زرو دریشی اغوسته او له ۳۶جوړی زیاتی دریش یی درلودی عبدالرحیم وردک او بسم لا محمدی یی هم لوی غله وو خو اشرف غنی د امریکا د دوران دری جوړی دریشی لرلی ځان سره ی راوړی وی او مهمو غونډو ته به خارج ته به تجاراتی طیاره کی چی بی له هغی به روانه وه ته ، نو اشر ف غنی به ورڅخه استفاده کوله او کتاب به یی ورسره و دسفر پر مهل به یی مطالعه کوله. په وکیلانو کی یی بشردوست ښه سړی و او په وزیرانو کی یی امیرزی سنګین په والیانو کی یی داودصبا او حلیم فدایی نو هغه وخت هم په چارواکو کی فرق و کیدای شی اوس هم فرق وی ټول بد مه بولئ

  2. د مچی غومبسه په چتلیو نه کینی ، فاسدین د فاسد رژیم غری وو ، خوگان په مرداری کی خوشحاله خوشحاله وی !
    آبرو قطره آبیست که چون ریخت
    در بنای کاخ عزت کمتر از سیلاب نیست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب