یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهطالب پلاوی وايي، له امریکایانو سره خبرې یې ګټورې وې

طالب پلاوی وايي، له امریکایانو سره خبرې یې ګټورې وې

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۸مه) د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو پلاوي په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره خپلې خبرې ګټورې وبللې.

الجزیرې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر په قول ویلي چې د دوی موقت حکومت هیله لري چې دا غونډه به د امریکا له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لور ته یو ګام وي.

دا له کله چې د اګست په پای کې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه په بشپړ ډول ایستلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي.

د طالبانو پلاوي تمه لرله چې نن / یکشنبه په دوحه کې د اروپايي اتحادیې له پلاوي سره هم وویني.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په اړیکو کې ښه والی د افغانستان پر عمومي وضعیت په تېره بیا اقتصاد ژور اغېز لرلی شي.

که امریکا حاضره شي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، هیڅ هیواد به پاتې نه شي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او له بلې خوا به پر افغانستان اقتصادي بندیزونه پای ته ورسېږي.

خو د چارو شنونکي وايي، امریکا او اروپايي ټولنه ښايي تر هغو د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندلی شي چې طالبانو د ښځو د تعلیم او کار په شمول په بېلابېلو برخو کې له نرمښته کار نه وي اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب