یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپه سکاټلنډ کې یوه افغان ته ویل شوي چې د طالبانو د...

په سکاټلنډ کې یوه افغان ته ویل شوي چې د طالبانو د ملاتړ په خاطر له حساسې سیمې کډه شي

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۸ مه) په سکاټلنډ کې یوه افغان ته په دې خاطر چې د طالبانو ملاتړی دی، ویل شوي چې د بریتانیا اتومي اوبتلونو ته له نژدې کروندې کډه وکړي.

د سکای تلویزیون د راپور له مخې، د سیمې اوسېدونکو امنیتي ادارو ته ویلي چې د اتومي اوبتلونو نژدې والي ته په پام هغه کرونده چې وحید توتاخېل پکې اوسي، حساس ځای دی.

پر وحید توتاخېل تور دی چې پخوا یې په افغانستان کې مړه دې وي امریکا نارې وهلې او ورور یې اوس په کابل کې د طالبانو قوماندان دی.

ده په سکاټلنډ کې د (Aldonaig Farm) فارم کرایه کړی چې د ګېر لاک په نوم د اوبو پر یوه تړانګه دپاسه (مُشرفه) ده او له دې تړانګې د بریتانیا سمندري ځواک کار اخلي.

اوس د فارم یا کروندې خاوند، توتاخېل ته لیکلي چې له دې ځایه ووځي.

د مځکې خاوند علي تقي نومېږي، اصلاً ایرانی دی او پخوا د ایران په سمندري پوځ کې ډګرمن و.

تقي، چې په خپله اوس په کاناډا کې اوسي، سکای نیوز تلویزیون ته ویلي چې په ۱۹۷۹ م کال له ګڼو نورو صاحب منصبانو سره له پوځه وایستل شو.

ده د اکتوبر په اتمه توتاخېل ته لیکلي چې له فارم څخه ووځي.

د بریتانیا اتومي اوبتلونو ته د نژدې سیمې اوسېدونکو وروسته له دې چې د توتاخېل مشکوک حرکات یې لیدلي، د خپل هیواد له دفاع وزارت سره تماس نیولی. دوی ویلي چې د اګست په لسمه په دوو موټرو کې ۸ تنه افغانان فارم ته راغلل او ویې ویل چې له لندنه راغلي خو نور یې څه ونه ویل.

سکای نیوز د توتاخېل د فیسبوک یو عکس خپور کړی چې دی له درو نورو سره ښيي او وسله یې په لا س کې ده. په عکس کې د دوو تنو یونیفورم د امنیتي ځواکونو ښکاري او یو بل چې کمیس او پرتوګ یې اغوستی، هم د طالبانو په شان نه ښکاري.

توتاخیل سکای نیوز ته د دغه عکس په اړه ویلي چې دا یې په بګرام محبس کې اخیستی و او هلته د خپل بندي ورور لیدو ته تللی و. توتاخېل وسله وال کسان د اسلامي جزب باډي ګاردان بللي دي.

په خپله توتاخیل ویلي چې خطرناک نه دی او دا مځکه یې خوښه ده ځکه چې غواړي چې کروندګر واوسي.

توتاخېل د خپلې سیمې د اوسېدونکو د شکونو په اړه وايي چې د دې علت دا دی چې ده ته له لندن او نورو ښارونو افغانان راځي او دا د دوی دود دی چې د یو بل کره د مېلمستیا لپاره تګ راتګ کوي.

دی وايي په دې ډول ناستو کې پر افغانستان خبرې کوي، نه پر بریتانیا یا سکاټلنډ.

دی په ۲۰۱۸ کال د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت مخته د دوو افغانانو د لوږتږ په ملاتړ کې د اعتراض په خاطر نیول شوی و.

خو توتاخېل په یو بل عکس کې د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د روغبړ په حال کې لیدل کېږي. وحید توتاخېل په ۲۰۰۱ م کال بریتانیا ته تللی او په لوېدیځ سکاټلنډ کې مېشت شوی دی. د پیزا دوکان لري او یو وخت یې د اسامه بن لادن په نوم پیزا پلورله.

1 COMMENT

  1. عجب کار يې کړای،ناست په لندن او واشنګټن کې يې خو بیا هم خپل خرتوب په افغانستان کې غواړي، خو خپله مورنۍ به يې تر مخه د عيش او نوش ژوند کوي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب