یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکالمونهسمندرد بل بدلولو دوزخونه!!! – وفا سمندر

د بل بدلولو دوزخونه!!! – وفا سمندر

۱

لږ تر لږه دېرش، پنځه دېرش کاله کېږي، چې افغانان د یو بل په بدلولو بوخت دي، افغانستان د انسان-فرد د بدلولو مسلخ ګرځېدلی. دلته هر «بل» زیات دی، «زیاتي دی!»

دلته «بل» زیات دی! بل حق نه لري. پرته زما له ډوله، زما له د فکر له طرزه، زما له رسم او رواجه، زما له اند او باوره پرته بل یو هم روغ نه دي، سړي نه دي او خدای نه پېژني.

موږ پر یو بل کانګې کوو. بل را ته ازغی دی. بل اور را اچوي. بل ظالم دی، ناجنس دی، بدل دی، کچه او ناپاک دی!

موږ یو بل د ککړ ذهن، ککړ فکر، ککړو اخلاقو، ککړ چلند او ککړ رواج په خاطر غندو، محکومو، وهو، وژنو او موږ د خپل ذهن-باور له نظره  بل د ککړو اندونو- باورنو په خاطر؛ د خپل «روا غضب» او «مقدس غضب» په اور کې سوځو او تباه کوو!

زموږ د ادارې د وړتیاوو لوړولو او ادارې د پراختیا رییسه آریه نجات، زما د مشر زوی «بهرام امرخېل» په لیدلو سره هکه اریانه شوه او ویې وېل: «وفا صیب، زوی دې تا ته نه دی شوی!»

زه وایم دا یې کمال دی، چې ما ته نه دی شوی!

زه یو یم، نوی ځلمی بهرام یو دی؛ هېڅ یو د بل «یوه» تکرار نه دی. ځکه نو خلقت دومره رنګین او متنوع دی. تنوع خدایي لورینه ده. د فکر تنوع، د اخلاقو تنوع، د رواجونو تنوع، د اندونو-باورنو تنوع، د رنګونو او قومونو تنو او بالاخره د هر وګړي تنوع ددې شاهدان دي، چې هر ژوند خدایي شهکار دی!

دغې مېرمنې وخندل او په خپلو تبصرو یې زموږ د څېرو، د افکارو، د خویونو او چلندونو تنوع ونه ځپله. او په دې سره زه او یوازینی بهرام هم په خندا شوو.

موږ نړۍ، چاپېریال، انسانان د خپلې هېندارې دریځ ته را ټیټوو. هر بل باید هغسې واوسي، لکه زه چې یم.

ځکه نو اټکل کوم، چې لا ځان سم نه وینو. لا خپل «ځان» ته نه یو رسېدلي. ځکه به نو دلته په دغې افکارو، ایډیالوجیو، باورنو او خویونو را جمعه کړې ټولنه کې فردیت او تنوع سپېڅلي نه وي. په دا ډول ذهني دوزخي فضا کې هر فرد او ګړي چلپیا خوري؛ ځکه نو بیا زه هم چلیپا خورم، زه هم د بل لپاره هومره نامقدس، ککړ، بد، خراب او ناولی یم؛ لکه زه چې هغه بل ګڼم.

په داسې اند او باور سره هم «زه» او هم «بل» چلیپا خوروو. بیا نو هیڅوک نشته: وېرېږم، دغه جګړه چې موږ متمدن فکرونو-خویونو اسیر کړي انسانان یې کوو؛ د ټولوژنې مبهم مانیفست نه وي!!!!

اخلاقو او باورنو څومره تاوان رسولی دی! بل دې اوسي؛ خو چې خپل «فردیت» او «تنوع» حلال کړي، زما په څېر شي، زما افکار، زما اندونه-باورنه، زما عادتونه خپل فکر، باور، اخلاق او عمل وګرځوي.

ښایي په ډول پوهه، عقل، اند او باور سنبال انسان د ټول ژوند وژلو لپاره بس وي!

په دې ډول چلند سره دنیا تکراري شمېره ده. ځمکه زما غټه شوې، پړسېدلې څېره ده، وګړي له ما جوړ بتان دي. زمانه زما د ساعتیرۍ ساعت دی.

آه، څه وکړم، په دا ډول کلمو انځورګري کول هم زور غواړي؛ دلته به دمه شو،

نور بیا!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب