جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+سياست د مذهب په مخالفت كې

سياست د مذهب په مخالفت كې

ليكوال: ډاكتر مبارك علي

 ژباړونكى: اسدالله غضنفر

كله چې ټول قدرت د سياسي اكثريت په لاسونو كې راغونډ شي نو مذهب د سياست خدمتګار او د سياستوالو د ګټو ساتندوى شي.

  د مثال لپاره به اسلامي تاريخ ياد كړو. له هغه وروسته چې ايرانيانو د عباسيانو انقلاب ( ۷۵۰ ميلادي ) كامياب كړ او په نوې اداره كې د چارو واګې په ګوتو ورغلې او د حكومت پاليسي يې جوړه كړه، نو د سياست او مذهب تر منځ ټكر او كشمكش پاى ته ورسېد.

   ايراني بيروكراسي وغوښتل چې عباسي خليفه د بشپړ سياسي واك په څنګ كې مذهبي واك هم ولري.

  كه څۀ هم ديني علماوو له دې كار سره مخالف وكاوۀ او د شريعت په رڼا كې يې د خليفه د قدرت د محدودولو هڅه وكړه مګر ايرانيانو په خپل سياسي او پوځي زور ديني علما له ميدانه وايستل، د ايران د ساساني دوران درباري آداب يې دود او خلفا يې د ايراني شاهانو په څېر كړل.

  البته دا خبره سپينه شوې وه چې كه څه هم خليفه به بشپړ سياسي او اداري اختيار لري خو نه به د شريعت په چارو كې ګوتې وهي او نۀ به د شريعت د بدلولو لپاره هڅه كوي. په دې ډول شريعت د ديني علماوو په قلمرو كې پاتې شو او د ا سلام د تاريخ  په لومړي پړاو كې دين و سياست له يو بله بېل شول.

  د سياست او مذهب تر منځ د دې ډول معاملې په نتيجه كې يو داسې سيستم راڅرګند شو چې واكمن پكې نامحدود واك درلود او ديني علما د دولت په چوكاټ كې د قاضيانو، مفتيانو (د شرعې احكامو شارحان او تعبيروونكي)، محتسبانو او امامانو (ملايانو) په توګه داخل شول.

  دوى په دغو پوستونو كې د دولت همكاران شول اوپه دغو مقامانو كې د دوى يو مسووليت دا و چې د واكمن او دولت اطاعت وكړي او شريعت د خليفه له ګټو سره سم تعبير و تفسير كړي. څرنګه چې علماوو له دولته مواجب (مياشتنۍ يا كالنۍ تنخواه ګانې) يا جاګيرونه (د خدمت په مقابل كې وركړه شوې مځكه) اخيستل او اقتصادي ګټې يې له دولت سره تړلې وې نو دوى دې ته ډېر پام كاوۀ چې واكمن خوشحاله وساتي.

   له بلې خوا واكمنو هم له ديني علماوو سره د توافق پاليسي خپله كړې وه. واكمنو به په ظاهر كې د علماوو درناوى كاوۀ ، دربار ته به يې وربلل چې وعظ وكړي او په مهمو مسايلو كې مشوره ورنه وغواړي. خو هر وخت چې به يې  د خپلو سياسي ګټو لپاره د علماوو استعمالول وغوښتل نو د فتوا وركولو تقاضا به يې ورنه وكړه او علماوو به فتوا جاري كړه.

  دغو ديني علماوو د واكمن په حضور كې د اطاعت و تسليم، د واكمن د پښو يا لاسونو د مچه كولو او د بې حده احترام په الفاظو باندې واكمن ته د خطاب كولو ټول هغه آداب سم وبلل چې په ايراني دربارونو كې رواج وو.

   دغه راز كه به د پنځه وخته لمانځۀ يا د روژې په مياشت كې د روژه نيولو په څېر ضروري عبادتونو ته د واكمن ډډه نه لګېده نو دغو علماوو د خلاصون لاره ورته جوړوله. واكمنو دا اجازه هم تر لاسه كړه چې  څومره يې خوښه وي هغومره ښځې وادۀ كړي او طلاقونه وركړي او په حرم سراى كې هغومره وينځې وساتي چې څومره يې زړۀ غواړي. په عباسي دوران كې د خلفاوو د قدرت له زياتېدا سره د ديني علماوو قدرت كم شو او بالاخره  علما د واكمنو د هوسونو په خادمانو بدل شول.

 د عباسيانو له زوال او كمزورۍ سره په بېلو بېلو سيمو كې د مستقل قدرت لرونكې  كورنۍ راڅرګندې شوې چې د سلطنت موسسه يې معرفي كړه. مسلمانو فقهاوو دغه كار په دې دليل سم وبالۀ چې د انارشي مخه به ونيسي او په ټولنه كې به نظم و دسپلين وساتي.

   فقهاوو د زورورو نظاميانو په لاس د قدرت غصب هم په دې دليل روا وبالۀ چې كه روا ونۀ بلل شي نو سياسي ناكراري ته به لار پرانيزي او د كورنۍ جګړې اور به بل شي. نامتو ديني عالم الموردي (په ۱۰۵۸ كې مړ) چې سياسي مفكر و، په خپل كتاب الحكام السلطانيه كې وايي چې د غاصب قدرت بايد د خونرېزۍ د مخنيوي په خاطر مشروع وبلل شي.

 د سلطنت او غصب مسلو ته له لار جوړولو وروسته بل سوال دا و چې ايا سلطان بايد د مذهبي اقتدار تابع وي او كه دى بايد دا اختيار ولري چې مذهب د خپلو سياسي غوښتنو لپاره استعمال كړي؟ د دې سوال او نورو مسايلو په اړه چې  پاچا بايد څنګه چلند وكړي، د ليكنو يو ژانر دود شو چې د اميرانو هينداره نومېږي. د دې ژانر په ځينو مهمو كتابونو كې  د كيكاوس (په ۱۰۸۲ ميلادي كال كې مړ) قابوس نامه، د نظام الملك (په ۱۰۹۱ ميلادي كال كې مړ) سياستنامه، د غزالي (په ۱۱۱۱ ميلادي كال كې مړ) نصيحت الملوك، او د ضياالدين برني اثر، فتاواى جهانداري يادولاى شو.

 د دغه ژانر په كتابونو كې سلطنت د يوې ارثي موسسې په توګه پېژندل شوى او واكمن  ته د (ظل الهي) يعنې د خداى د سيوري خطاب شوى دى. د ماكياولي په نظر واكمن بايد د دين له واجباتو او قيدونو ازاد وي او د قدرت ټولې واګې يې په لاسونو كې وي. د واكمنو د هيندارې په كتابونو كې هم ، دې ته ورته افكار وينو. په دغو كتابونو كې واكمن ته د ايران د ساساني پاچايانو په څېر د ديني او دنيايي چارو ټول واك وركړ شوى دى.

  په هندوستان كې د ډيلي سلاطينو (۱۲۰۶-۱۵۲۶ ) د واكمنو د واك همدا ماډل خپل كړ خو مغول پاچا اكبر د سلطنت يوه بله تيوري وړاندې كړه چې د هند له چاپېريال سره يې سمون خوړ. د اكبر پاچا د دربار مورخ، د دۀ نژدې دوست او سلاكار ابوالفضل (په ۱۶۰۲ ميلادي كال كې مړ) د سلطنت په اهميت باندې د تاكيد او د دې مقام د لوړاوي او ستاينې له لارې د مغولو سلطنت ته فلسفي بنيادونه جوړ كړل. د ابوالفضل  په اند سلطنت د خداى په نزد تر ګردو لوړ عزت  دى چې دى ورته الهي رڼا وايي، داسې رڼا چې له خدايه سرچينه اخلي او د پاچا په زړۀ كې له رعيت سره پلارنۍ مينه پيدا كوي او په خداى باندې د پاچا باور و  تكيه زياتوي.

   له سلطنته د هغې معنا او مفهوم په باره كې چې د هند مغولو اخيسته، وانينا ليكي چې دا ظاهرا د سلطنت له اسلامي تيوري او هندو تيوري توپير نه لري.

  خو كه ځير شو پوهېږو چې دا د هغو غوندې نه ده بلكې بلكل ورنه بېله ده. د ابوالفضل په نظر، پاچا د خپل رعيت د خير لپاره واكمني كوي او دې مقصد ته د رسېدو په لاره كې  حق لري چې په پخوانو دودونو او اجتماعي موسسو كې تغيير راولي. څرنګه چې سلطنت د خداى له لوري دى نو پاچا د مذهبي علماوو د مشورو په منلو مجبور نه دى. دۀ ته الهي قدرت دا واك ورسپارلى چې د وخت له ضرورتونو سره سم، په ټولنيز جوړښت كې تغييرات راولي.

   اكبر همداسې وكړل. دۀ د ماشومانو ودونه او دغه راز د نژدې خپلوانو تر منځ ودونه منع كړل. دۀ د ستي په دود هم بنديز ولګاوۀ چې البته پوره ختم نه شو. له دې اړخه كه ورته وګورو نو اكبر د هندوستان لومړنى واكمن و چې د كورنۍ ، كاسټ او ټولنې په چارو كې يې هم مداخله وكړه. پخوا به واكمنو په دې ساحو كې د مداخلې او د بدلونونو د راوستلو حق ځان ته نه وركاوۀ.

  اكبر پاچا چې د علماوو په موافقه د (مجتهد ) اختيارات هم په خپل لاس كې واخيستل نو قدرت يې لا زيات شو. اكبر دا كار د ابوالفضل د پلار شيخ مبارك په مشوره وكړ. مبارك ورته وويل چې له ديني علماوو دې وغواړي چې  يو (محضر)  دستخط كړي چې دۀ ته د مذهب د تفسير و تعبير د اختيار وكالت وركوي. په دې ډول اكبر پاچا هم د مذهبي او هم د سياسي چارو واګې تر لاسه كړې او له ديني علماوو سره نور د پاچا د فيصلو د چلينجولو واك پاتې نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب