عتیق الله حمیدي
انسان خپل ځان ته څه فکر کوي، څه ډول دی، څه ډول ورته ځان ښکاري؛ دې ته “Self-image” وایي، یعنې د انسان اصلي څېره.
انسان خپل ځان څه ډول باید وویني، یا څه ډول یا د چا په څېر باید وای؛ دې ته “ideal self” وایي.
د ارواپوهنې له نظره، که د یوه کس سېلف امیج او آیډیال سېلف سره ورته وي، هغه ډېر خوښ، ارامه او پر ځان باوري انسان وي؛ خو که د چا سېلف امیج او آیډیال سېلف سره توپير ولري؛ نو هغه کس تل ناراحته، د تشویش او نا امیدۍ ښکار وي. مثلا د یوه کس چې رنګ تور وي، هغه ته په سېلف امیج کې ځان تور ښکاري؛ خو که په آیډیال سېلف کې ورته ځان سپین ښکاره شي؛ نو بیا د دواړو ترمنځ توپير رامنخته شو چې په نتیجه کې یې دغه کس له ځانه کرکه کوي او ځان یې بدې راځي. دا هرڅه په لاشعوري ډول وي؛ څومره چې د سېلف امیج او آیډیال سېلف ترمنځ توپیر زیاتېږي، هومره انسان د کمترۍ احساس کوي. تور رنګ والا که په آیډیال سیلف کې ځان سپین وویني؛ نو دوی تل هڅه کې وي چې څنګه یې رنګ سپین شي. دوی که د خلکو ترمنځ هم وي، تل یو ډول کم جرئته وي او په لاشعوري ډول داسې فکر کوي: (څنګه چې زه باید وای، هغسې نه یم). دا ستونزه تر نارینه وو په ښځینه وو کې زیاته ده. ځکه دوی تل د رنګ او… له وجې د کمترۍ پر احساس اخته وي.
حل لاره یې دا ده چې که انسان په آیډیال سېلف کې ځان هاغسې وګوري، څه ډول چې دی؛ نو سېلف امیج او آيډيال سېلف به یې سره ورته شي او له خپګان، بې باورۍ، بې جرئتۍ او… به خلاص وی. مثلا که څوک تور وي، نو په ایدیال سېلف کې دې هم ځان تور، با جرئته او خوشحاله وګوري، له دې سره به یې سیلف امیج هم هغسې شي. د انسان رنګ یوه طبیعی شی دی چې بدلول یې یو څه ستونزمن دي؛ نو د سېلف امېج او آيډيال سېلف ورته کول تر رنګ بدلولو اسانه چاره ده.
تاسو به زیاتره وخت ليدلي وي چې د چا قد ټيټ وي، د چا رنګ تور وي، د چا وېښته نه وي یا د بدن بل غړی یې د عادي انسانانو غوندې نه وي؛ خو بیا به هم خوشحاله وي. د دې تر شا همدا فلسفه پرته ده چې د دوی آیډیال سېلف هم هغسې وي، څه ډول چې دوی وي.
کله چې مور و پلار یا د کور بل غړی یو ماشوم ته وایي چې وګوره هغه فلانی تر تا ډېر ښایسته دی؛ نو د دوی آیډیال سېلف بیا هماغه کسان شي چې تر دوی ښایسته دي. په داسې حال کې چې سېلف امېج خو یې هغه دی، څه ډول چې دا دی؛ نو دلته د سیلف امیج او آیډیال سیلف ترمنځ کشمکش پیدا کېږي او ماشوم د کمترۍ پر احساس اخته کېږي. والدینو ته بویه چې داسې و نه کړی.
په هر دین کې یو شی عام دی چې وایي؛ څه ډول چې یاستئ، همداسې مو ځان ومنئ. یوه خبره یاد لرئ چې له دې خبرې څخه یې موخه طبیعي څیزونه دي چې نه بدلېږي؛ لکه د انسان رنګ، قد، وېښته، سترګې، غاښونه، غږ… . له دې پرته نور عادتونه؛ لکه صبر، سخاوت، مېړانه، اخلاق… دا شیان فېکس نه دي او موږ یې لا بهتر کولی شو. دا خبرې شاید تاسو ته ډېر عادی ښکاره شي؛ خو د انسان پر ژوند ژورې اغېزې لرلی شي؛ نو ما هم غوره وبلله چې له تاسو سره یې شریکې کړم، لکه ایلا بیکر چې وایي:
“تاسو خلکو ته یوازې رڼا ورکړئ، خلک نور پخپله خپله لار پيدا کوي”.