موږ له مسؤلیته د ځان خلاصون په موخه ډول ډول باورونه عام کړي او د عقیدت تر کچې یې لمانځو. اصلاً زموږ فکرونه او حتا ټول ژوند ژور بدلون او سمون ته اړتیا لري. که موږ هره عامه مفکوره اصلاح نه کړو او پر وړاندې یې ونه درېږو، فکر نه کوم چې ستونزې مو دکمې او حالت مو دې سم شي.
یو عام باور چې تقریباً ځان پرې ډاډه کوو د تاریخ تکرارېدل دي. تاریخ که تکرارېږي که نه، خو موږ ته تکرارېږي او ځان مو د تاریخ د تکرار له امله له مسؤلیته خلاص کړی. که سړی فکر وکړي پخوانۍ ترخې پېښې دومره تکرار شوې، چې د تاریخ په تکرار ریښتیا هم سړی شکمن شي. که تاریخ تکرارېږي، نو ولې یوازې فاجعې دویم، درېیم او حتا څو، څو واره راځي او ویاړونه هماغه یو وار؟
که نه تکرارېږي نو بیا څه کیسه ده، چې ناخوالې او سیاسي ماتې بیا بیا وینو؟
دا داوړه پوښتنې د ژور فکر وړ دي. که د نورې نړۍ تاریخ ته وګورو، هر څه یې په تدریجي ډول مخته تللي او ډېر کم به پېښ شوي وي، چې ناوړه پېښه دې بیا پرې تکرار شوې وي. علتونه یې ممکن ډېر وي، خو مهم علت یې له تاریخ زده کړه او په اوس کې ژوند کول دي. نړیوال مسؤلیت منونکي او پېژندونکي دي او تل یې هڅه د تېرې زمانې په پرتله ښه کېدل وي. د دوی نه ناخوالې تکرارېږي او نه ویاړونه او نه زموږ په څېر د فاتحینو، ویاړونو، غټې جغرافیې او مړیو د اوږدې مخینې د ویاړ په کمپله ناست دي. دوی د تېر وخت څخه په زده کړه، په اوس کې د ژوند او امکاناتو پر بنسټ راتلونکی جوړوي.
که خپل تاریخ ته وګورو د ناخوالو تکرار یې د تاریخ د تکرار دلیل نه شي کېدلای. که زموږ ناخوالې په هره نیمه پېړۍ کې تکرارېږي، نو ویاړونه او د تاریخ زرینه دوره خو مو لږ تر لږه باید په یوه پېړۍ کې تکرار شوي وای. که نه وي تکرار؛ نو بیا کار له تاریخه زموږ په برداشت کې دی او یا پر خپله پوهه باید شکمن شو.
موږ د تاریخ اوږد زرین باب لرو او تقریباً ټول پرې خبر هم یو، چې تکرار یې ټولو ته ناممکن برېښي. که تکرار نه شي بیا نو یا ویاړلی تاریخ نه لرو او یا تاریخ نه تکرارېږي.
زموږ تاریخ له هر زوال وروسته یو وار کمال ته رسېدلی او له هرې ناخوالې وروسته یو زرین دور پیل شوی؛ خو په دې وروستیو کې مو دومره دوامداره فاجعې ولیدلې، چې د تاریخ د تکرار له نوم ورکولو پرته مو بله لار ونه مونده.
زه فکر کوم؛ تاریخ نه تکرارېږي، د انسانانو حماقت دی چې تکرارېږي. که د انسانانو حماقت نه تکرارېدی یوازې ناخوالې به بیا بیا نه راباندې راتلې او د تاریخ یو ویاړ به مو هم تکرار شوی و.
انسان که له خپل حماقت سره مبارزه ونه کړي، یوازې د تاریخ فاجعې به نه پرې تکرارېږي، بلکې تر هغو به سخت او زړه بوږنوونکی حالت تجربه کوي او تل به د خپل حماقت پور پرې کوي.