شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد متخخصانو د لېږد په دوام کې ۲۶ افغان څارنوالانې او قاضیانې...

د متخخصانو د لېږد په دوام کې ۲۶ افغان څارنوالانې او قاضیانې یونان ته ورسېدې

تاند(شنبه، د میزان ۹) د افغانستان ۲۶ تنه ښځینه قاضیانې او څارنوالانې د کورنیو له غړیو سره د پنجشنبې په شپه د ګورجستان د پلازمېنې تبلیسي (تیفلیس) له لارې د یونان پلازمنې اتن ته ورسېدې.

اتن ته د دغو ښځینه قاضیانو او څارنوالانو لېږد د یونان د ولسمشرې کترینا سکیلاروپولو په مرسته په خوندي ډول ممکن شو.

د یونان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا قاضیانې او څارنوالانې به د کورنیو له غړیو سره تر هغو په یونان کې مېلمانه وي چې په نورو لوېدیځو هیوادونو کې د دوی د منل کېدو پروسه بشپړېږي.

د یونان د مهاجرت وزارت پر اساس، اتن ته د رسېدلیو ښځینه څارنوالانو او قاضیانو د کورونا فوري (ریپډ) ټیست واخیستل شو او د موقتي هستوګنې لپاره اپارتمانونه ورکړل شول.

په وروستۍ یوه نیمه میاشت کې لسګونه زره هغه افغانان له هیواده وتلي چې اکثره یې لوړې زده کړې او تخصص لري.

ظاهراً طالبان هم غوره ګڼي چې افغانستان له زده کړو کسانو تصفیه شي ځکه فکر کوي چې د دوی په سختدریځي سیستم کې هغوی نه ځایږي. خو افغانستان، چې په دغو کسانو یې ملیاردونه ډالر پانګونه کړې، لوی تاوان پرې کوي.

د یو شمېر طالب چارواکو په وینا په تېرو شلو کلونو کې روزل شوي کسان په هیڅ نه پوهېږي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي تېره اوونۍ په یوه وینا کې وویل چې په وروستیو شلو کلونو کې له ښوونځیو او پوهنتونو څخه فارغ شوي کسان په هیڅ نه پوهېږي.

خو دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی حقاني د کوم پوهنتون او اکاډیمیک مرکز هیڅ راز سند نه لري او د کابل پوهنتون لپاره یې یو لیسانسه اشرف غیرت د ريیس په توګه ګومارلی دی.

ګڼو کسانو د اشرف غیرت ګومارنه د سلګونو پوهاندانو او دوکتورانو سپکاوی بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب