شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالبانو له ولسي اعتراضونو وروسته کونړ ته بل والي معرفي کړ

طالبانو له ولسي اعتراضونو وروسته کونړ ته بل والي معرفي کړ

تاند ( شنبه، د ميزان لسمه) د طالبانو حکومت له سختو ولسي اعتراضونو وروسته کونړ ولايت ته نوی والي معرفي کړی.

د باختر دولتي خبري اژانس په حواله، نوی سرپرست والي محمد قاسم خالد د طالبانو د امیر المؤمنین ملا هبة الله اخند د حکم پر اساس ټاکل شوی.

سرچينه وايي، چې هغه پرون په یوه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس مولوي عبدالحکیم او د پاسپورټونو عمومي رییس مولوي عالم ګل لخوا د کونړ خلکو او مسوولینو ته معرفي او پر دندې یې پيل وکړ.

محمد قاسم خالد له مسوولینو وغوښتل چې مسوولیت احساس او د ټولو انسانانو، حیواناتو او آن د هېواد د کاڼو او بوټو حق ادا کړي.

خالد له له خلکو غوښتنه وکړه چې د طالبانو له عمومي بخښنې سمه ګټه واخلي.

د کونړ مخکينی والي محمد عثمان ترابي له ټاکل کيدو څخه په لږه موده کې د هغه په ضد توند اعتراضونه وشول.

ترابي د ولايت په لومړيو ورځو کې يې د پاکستان يو ناندريز دیني عالم مفتي ندیم، چې د اهل سنتو ( سلفيانو) پر ضد يې يو مشهور کتاب لیکلی و، دغه ولايت ته بللی و.

په داسې وخت کې چې طالبانو کونسلي خدمتونه او د حکومتولۍ سيستم نه لري، د داسې يوه بهرني دیني عالم راتګ او بيا د کونړ والي په رسمي چوکۍ کېناسل او ورسره عکسونه اخيستل په ټولنيزو رسنيو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

د غبرګونونو یو عمده دليل دا و، چې د کونړ ډېری خلک په مذهبي لحاظ اهل سنتو ( سلفيانو) سره تړاو لري او دوی د خپل يوه بهرني مخالف عالم راتګ او د اصولو خلاف پالنه نه وه زغملې.

ويل کيږي، چې اهل سنتو ( سلفيانو) سره د طالبانو په ټوله کې په دې ورانه ده او ناوړه چلند ورسره کوي، چې د طالبانو بالقوه دښمن (داعش ډلې) سره د مذهبي همفکرۍ له وجې یې د داعش په ملاتړ تورنوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره د دوی په ضد د داعش ډلې فعالیتونو زور اخيستی.

پرون په پروان ولایت کې هم له امنیې قومندانۍ سره پر طالبانو چاودنه شوې، چې ويل کيږي درانه تلفات یې ور اړولي او ترې وروسته طالبانو د ولايت په مرکز چاریکار کې د داعش ډلې یو پټنځای کشف کړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب