شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+انسان او شیطان

انسان او شیطان

مولانا وحید الدين خان
ژباړه، واحد عظیمي
د انسان په باطن کې دوه ډؤله جذبات وي. د دوستي جذبه او د دوښمني جذبه. دغه دوې جذبې فطري وي او پۀ هر نارینه او ښځینه کې پيدايښتي موجودې وي، هېڅ یو کس هم له دغو جذبو څخه خالي نۀ وي.
خو د دې دوو جذبو استعمال بېل بېل پېښېږي، د دوستي جذبه د انسان لپاره ده او د دوښمني جذبه د شیطان لپاره ده. شیطان له اولې ورځې د انسان دوښمن دی؛ خو د انسان معامله له هغه سره مختلفه ده. انسان پیدایښتي له نورو انسانانو سره  دوښمن نۀ وي، دا پۀ حقیقت کې شیطان دی چې انسان د انسان دوښمن جوړه وي. د شیطان ټوله هڅه دا وي چې د انسان د ننه د دوښمني کؤمه جذبه چې ده، هغه راوپاروي او د انسان لور ته يې کړي، چې د شیطان د دوښمن پر ځای د انسان دوښمن جوړ شي.
دا د انسان ازموینه ده، چې کله یؤه سړي یا ښځې ته د بل چا لپاره پۀ زړۀ کې د دوښمني جذبه پيدا شي او هغه دا د شیطان وسوسه وګڼي او ژر هڅه وکړي چې خپل منفي احساسات پۀ مثبت احساسات بدل کړي. د قرآن کريم پۀ پنځمه سوره کې هم ویل شوي چې: شیطان دا غواړي چې ستاسو ترمنځ دوښمني او کينه واچؤي.
( المائده: ۹۱ )
د ژوند پۀ تېرېدو کې بیا بیا داسې کېږي چې له يؤ بل څخه د شکایت کؤلو لپاره اسباب پيدا شي، داسې مواقعې شیطان ته د انسان د ننه تلو لاره ورکؤي. شیطان وروسته هغه د شکایت اسباب غټوي او شکایت تر نفرته او بیا نفرت تر تشدده رسوي. انسان ته پکار ده چې شیطان ته مواقعې ورنکړي چې داسې منفي احساسات پۀ خپل حق کې وکاروي او يؤ انسان د بل انسان پر خلاف ودروي. انسان ته پکار ده، چې خپل ځان د شیطان له معمول (objec) جوړولو څخه وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب