Homeخبرونهکرزي او مېرمن لاينز د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه

کرزي او مېرمن لاينز د ټول ګډونه حکومت غوښتنه وکړه

تاند:( دوشنبه، د میزان پینځمه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت په جوړیدو ټینګار کړی.

د کرزي مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دواړو لوريو پرون د کرزي په دفتر کې سره ليدلي.

په دې ليدنه کې د افغانستان د اقتصادي وضعيت او د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو په اړه هم خبرې شوي.

د ټول ګډونه حکومت په اړه کرزي او ځانګړې استازې ويلي، چې له جوړېدو سره یې باید د ښځو او نارينه وو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو حقونه خوندي او په افغانستان کې د ثبات او پراختيا زمينه برابره شي.

طالبان بيا خپل اعلان کړی اسلامي امارت ټول ګډونه ګڼي او وايي د ټولو خلکو استازيتوب پکې موجود دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...