تاند:( دوشنبه، د ميزان پینځمه) په کابل کې د چين سفير وانګ يو ټینګار کوي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې بايد ځنډ ونه شي.
نوموړي د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدنې پر وخت ویلي، چې دغه هېواد ته د بشري مرستو رسول یې لومړیتوب دی.
چينايي سفير په دې ليدنه کې يو ځل بيا له افغانستان سره د ۳۱ ميليونه ډالره اعلان کړې مرستې او دغه راز د کرونا ويروس د ۳ ميليونه دوزه واکسینو يادونه کړې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره يې هېواد کړې ده.
نوموړي نه دي ويلي، چې دا مرسته به يې کله او څنګه افغانستان ته ورسول شي؟
چين د سيمې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو اسلامي امارت سره نيږدې اړيکې لري.