Homeخبرونهترکيه سلګۍ باران ته تحصيلي بورس ورکوي

ترکيه سلګۍ باران ته تحصيلي بورس ورکوي

تاند:( دوشنبه، د ميزان پینځمه) په کابل کې د ترکيې سفير جیهاد ارګین آی د افغانستان د سږني کانکور ازموینې اول نومرې سلګۍ باران ته د تحصيلي بورس د ورکولو ژمنه کړې ده.

د طالبانو د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دا ژمنه ترکي سفير د دغه وزارت له سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

سرچينې ويلي، چې په ليدنه کې په ترکيه کې د افغان محصلینو د ستونزو او افغان پوهنتونونو د لابراتوارونو د تجهيزاتو په اړه خبرې شوي.

دا ليدنه په داسې مهال شوې، چې له بهرنيو زده کړو په رخصتۍ راغلي سلګونه افغان محصلین د پاسپورټونو د مودې له پوره کيدو سره يې په هېواد کې ايسار پاتې دي.

دوی له طالبانو غواړي چې زر د پاسپورټونو وېش پیل او له هېواده د وتو زمینه ورته برابره کړي.

طالبان په پرله پسې ډول د پاسپورټونو د زر وېش ژمنې کوي، خو د واکمنۍ د نيږدې يوې نيمې مياشتې له پوره کيدو سره يې په دې اړه کوم ګام نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...