یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+افغانستان کې د مڼو د تولید وضعیت، ننګونې او ممکنه حل لارې

افغانستان کې د مڼو د تولید وضعیت، ننګونې او ممکنه حل لارې

ليکنه: ولي خان احمدزی

نړۍ کې هر کال تقریباً 87.2 ميليونه ټنه مڼې توليديږي. چين 42.4، امریکا 5، او ترکيه 3.6 ميليونه ټنه مڼو په تولید سره د نړۍ درې لوی تولید کوونکي هیوادونه دي. چین، برازیل، کاناډا، مصر، جرمني، هند، او ایران يې لوی مصرف کوونکي هيوادونه دي.

افغانستان په کال کې 1.5 ميليونه ټنه تازه میوې د تولید وړتیا لري. هند د دغه با کیفیته تولید لپاره تر ټولو غوره مارکيټ دی. افغانستان د مڼو د تولید له نظره په نړۍ کې 44 م هيواد دی. تر 2018 زیږدیز کال پورې په28,381 هکتاره ځمکه باندې د مڼو بڼونه کرل شوي دي. په کال کې د217,192  ټنه تولید ظرفیت لري. د تولید دا اندازه په زیاتیدونکي ډول زیاتيږي. میدان وردګ، غزني، بغلان، کابل او پکتیا په شمول د هیواد په 30 ولايتونو کې، په کمه او زیاته اندازه تولیدیږي.

په تیر 2020 زیږدیز کال کې؛

 د 6.11 ميليونه ډالرو په ارزښت 8,762.4 ټنه هندوستان ته، د 2.2 ميليونه ډالرو په ارزښت 7,079.6 ټنه پاکستان ته، د 0.12 میلیونه ډالرو په ارزښت 193.6 ټنه تاجکستان ته، د 40 زره ډالرو په ارزښت 0.31 ټنه ازبکستان ته، د 10 زره ډالرو په ارزښت 65.7 ټنه ترکمنستان ته صادرې شوې.

په هیواد کې د زیرمه ځایونو او پروسس د دستګاو د نشتون له امله په off season کې (هغه وخت کې چې په داخل د هیواد کې تولید نه وي) له نورو هیوادونو څخه راوړل کيږي. د 0.5 ميليونه ډالرو په ارزښت 3,530.9 ټنه  له ايران، د 0.36 ميليونه ډالرو په ارزښت 1,578.6 ټنه له چين، د 1.37 ميليونه ډالرو په ارزښت 73.9 ټنه له ازبکستان څخه واردې شوې وې.

په نړيوالو بازارونو کې د يو کیلو ګرام مڼو حقيقي بيې؛ تر ټولو لوړ نرخ 7$  ډالره په کوریا، او تر ټولو ټيت په سوریه کې 0.65 ډالره دی. په افغانستان کې تقريباً له 0.18$ څخه تر 0.36$ پورې دی. هيڅ د پرتلنې وړ نه ده، په داسې حال کې چې افغاني مڼې ښه کيفيت لري. د تولید ډیره برخه يې د کيمياوي درملو له کارولو پرته تولید کيږي. له دې سربیره بیا هم په داخلي بازارونو کې د Surplus په حالت کې دي.

 افغانستان په وچه پورې تړلی هيواد دی. د محصولاتو د انتقال لپاره له ځمکني او هوايي ترانسپورټ څخه استفاده کيږي. په هیواد کې د وروستنیو بدلونونو له امله، اوس هوايي ميدانونه بند دي، او بندرونه هم کله خلاص کله بند. نو لطفاً د بڼوالو د زحمتونو دې درناوی وشئ. د دې پر ځای چې يو مناسب بازار ورته پیدا شي، عُشر ترې ټولیږي.  لاندې يې ممکنه حل لارې دي:

۱. نړیوال بازار: ایران، انډيا، چین، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او متحده عربي امارت د افغاني مڼو لپاره په اوس وخت کې ښه بازارونه دي. باید خبرې او تړونونه ورسره وشي. د انتقال لپاره يې مناسبه او ارزانه لار غوره شي. په ځانګړي ډول د چابهار له لارې هند ته انتقال يو مناسب اتنخاب دی.

 ۲.  زیرمه ځایونه: تیر ۱۳۹۹ ل. ل. کال کې ۱۱ زره کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په سلګونو د مڼو د ساتنې لپاره صفر انرژۍ سړې خونې جوړې شوې دي. خو ځينې هیوادوال يې د نورو موخو لپاره کاروي. د کرنې وزارت د څار غړي يې باید پلټنه وکړي، او يوه مناسبه حل لاره دې ورته پیدا کړي. له دې جملې 59 په پکتیا، 64 په کابل، 10 په باميان، 71 په میدان وردګ ولایتونو کې دي. هره سړه خونه د 25 مټریک ټنه مڼو د ساتنې وړتیا لري. که څه هم دا ډیرې کمې دي، په دې برخه کې لا ډیر کار ته اړتیا دی.

۳. پروسس: د ځينو پروژو کارونه يې نيمکړي دي چې باید په وخت سره بشپږ شي. تر څنګ يې نورې پروژې پلان شي. د مڼو څخه د جوس جوړولو يوه عادي کارخونه تقريباً 10,000$ ډالرو پورې جوړيدلی شي، چې د دولت لپاره هيڅ نه دی. سترې کارخونې يې لږ زیات لګښت ته اړتیا لري، د بهرنیو هیوادونو او ملي سوداګرو په پانګونې سره جوړیدلی شي.

۴. داخلي مصرف: ځینې مهمې دولتي ادارې باید د پاکستاني کيلې او ام پر ځای، افغاني مڼې  په غذائي مینو کې شاملې کړي. د بیلګې په ډول د پوهنتونونو ليليې، نظامي ځایونه او يا هم نورې دولتي ادارې. دا چاره به يې هم تر یو بریده د نرخونو د نوساناتو او د تولید د خرابیدلو مخنیوی وکړي.

د وطن هر بوټی لوانګ دی،

د يو ودان افغانستان په هيله،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب