یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنن د ډاکټر نجيب د وژل کيدو ۲۶ تلین دی

نن د ډاکټر نجيب د وژل کيدو ۲۶ تلین دی

تاند:( دوشنبه، د ميزان پینځمه) نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د وژل کيدو ۲۶ تلین دی.

نجیب الله ۲۶ کاله پخوا په همدې ورځ کابل ته د طالبانو له راننوتو سره د ناڅرګندو وسله والو له لوري د ملګرو ملتونو له دفتره بهر او له وژل کیدو وروسته د ارګ دروازې ته نيږدې په آريانا څلور لاري کې له خپل ورور شاه پور احمدزي سره په دار وځړول شو.

د نجيب الله د وژل کیدو موضوع تر اوسه روښانه نه ده، د‌ملامتۍ ګوته طالبانو ته نيول کېږي، خو دا ډله په دې اړه څه نه وايي.

داسې ادعاوې هم شته، چې دغه عمل له طالبانو سره کابل ته ننوتو پاکستانيانو کړی، څو په آريانا څلور لاري کې د پاکستان خلاف د ډاکټر نجيب لخوا د اعلان شوي جنګ غچ واخلي.

نن سره له دې، چې بيا طالبان واکمن دي او په سختۍ سره خلک خپل نظر او فکر اظهاروی شي، خو په ټولنيزو رسنيو کې سلګونه افغان فعالانو، په خاص ډول ځوانانو او د پاکستان مخالفینو د ډاکټر نجيب الله د وژل کيدو کليزه بحث کړې او وطن ته يې د هغه ژمنتيا ستايلې ده.

تېر کال د ډاکټر نجيب د وژل کيدو د کليزې پر وخت د هغه مېرمنې فتانه نجیب له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د نوموړي د وژل کيدو قضيه په نړیواله کچه وڅېړي او عاملان يې مجازاتو ته را کاږي.

1 COMMENT

  1. نجیب دی خدای و بخښي! نجیب له خپله لاسه تباه شو: په جنګی او استواره خلقیانو یې باور و نه کړ او ویې ټکول په داسی حال کی چی د خنزیر کارمل ټولې ډلې او ستمیانو( نبی عظیمی مزدک، کایانیو وکیل، دوستم، بابا جان ، مومن ، دوستم د قدرت واګی و رکړی چی د خراسان نوم تری وزیږید او نجیب یې مرګ ته وساته! دا هغه خلک دی چی تر ننه یې خراسانی دولت په مو نږ تحمیل کړ!
    نجیب د همدغو پرچمی او ستمی غلو څخه ۲۱۰۰۰ نفری کارد جوړ او د دفاع وزارت چی تني خلقی سره وو له نظره واچاوه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب