دا چې د امریکا متحده آیالاتو د افغانستان د نهه نیم ميلیارد ډالرو په ارزښت زيرمي کنګل کړي، په دي اړه مختلف نظرونه ورکړل شوي څوک د دغو شتمنیو له کنګل کیدلو سره موافق او ځيني نور مخالفت څرګندوي غواړم په دې اړه له لوستوونکو سره معلومات شریک کړم.
د افغانستان بانک نړیواله خالصه سرمایه Net International Reserve (NIR)
د افغانستان بانک نړیوالې زیرمې چې په ډالرو سره ښودل کيږي. دغه زیرمي د سره زرو، د IMF څخه د ځانګړي ايستلو حق (Special Drawing Right)، د بهرنيو اسعارو مثلا ډالر، ایرو او د انګلستان پاونډ په شکل د مرکزي بانک سره موجودي وي. تر ۲۰۲۰ ميلادي کال پوري یې مجموعي اندازه د ۸.۵ ميليارد ډالرو ته رسيده خو اوس مهال یې دقیقه اندازه نه ده معلومه خو داسی ويل کیږي چي د افغانستان بانک د ۲ ميلیارد ډالرو په اندازه سرمایه لري د دې څخه علاوه ۹ميليارد ډالرو په اندازه سرمایه یې متحده ايالاتو کنګل شوې ده. ځيني هېوادونه خپله سرمایه په محافظتي ډول او د پانګوني په خاطر په نورو نړیوالو بانکونو کې ذخیره کوي. دلته د پانګوني څخه هدف دا دی چې هېوادونه خپلي شتنمۍ چې بهرني اسعار وي نړیوالو بانکونو ته په سود ورکوي. عموما دغه شتنمني د امريکا متحده ایالاتو په مرکزي بانک Federal Reserve، د انګلستان بانک، او نورو کې ذخیره کیږي. د امریکا مرکزي بانک ترټولو مصؤن او ډاډمن ځای دی ځکه ددې احتمال ډیر کم دی چي دغه بانک به سقوط وکړي ، ځکه دغه بانک د ډالرو د چاپ او عرضه کولو واک لري ، هرڅومره چې وغواړي کولای شي ډالر چاپ او عرضه کړي. د افغانستان بانک د کنګل شوو ذخیرو څخه یې ۷ ميليارد ډالر د امريکا فدرالي بانک کې دي ، چې ددغه جملي څخه یې ۳.۱ ميليارد ډالر د امریکا د بل او بانډ په شکل دي، ۲.۴ میلیلرد ډالر د نړیوال بانک د Reserve Advisory and Management Partnership (RAMP) په ډول دي، ۱.۲ ميليارد ډالر په ارزښت سره زر دي، او ۳ سوه میلیون ډالر نغدي پیسي دي . ددې ترڅنګ ۱.۳ میلیارد ډالر په نړیوالو حسابونو کې شتون لري، ۷ سوه میلیون ډالر په د سويزرلینډ بانک Bank for International Settlements کې ذخيره شوي .
مرکزي بانکونه بهرني اسعار د کوم هدف لپاره ساتي؟
ددغه اسعارو د ساتلو څخه تر ټولو مهم هدف داوي چې مرکزي بانکونه غواړي ددي لارې د خپلي کرنسي ارزښت په ثبات کې وساتي یعني پدغه خارجي اسعارو سره د خپلي کرنسي ساتنه کوي. په ځانګړي ډول په هغه هېوادونو کې چې د تبادلي نرخ پکې ثابت نه وي ، مرکزي بانک بازار ته بهرني اسعارو په پېر او پلور سره د خپلي کرنسي ارزښت د خپلو اهدافو مطابق برابروي. همدارنګه خارجي اسعار يو هېواد د تادياتو په بيلانس (Balance of Payment) کې د عدم توازن د مستقیم تمویل لپاره هم کاروي. د تادیاتو بیلانس په دوه ډوله دی یو جاري حساب (Current account) ، او بل پانګې حساب (Capital Account) دی. په جاري حساب کې د يو هېواد صادرات او واردات شامل دي، کله چې صادرات زیات وي زیات ډالر د هېواد داخل ته راځي خو که واردات زیات وي نو بیا زیات ډالر د هېواد څخه د باندي وځي . په پانګې حساب کې بیا د مرکزي بانک ذخيري او نور پولي ابزارونه شامل دي . کله چې يو هېواد اجناس صادروي دغه عمل په جاري حساب کې صورت نيسي په حقیقت کې دغه هېواد بهرنۍ پانګه واردوي چې په پانګه ايز حساب کې صورت نیسي، د اقتصاد د علم د تخمین په اساس دواړو حسابونو مجموعه باید صفر وي یعني که جاري حساب کې کسر وي باید پانګه ايز حساب اضافه وي. خو په حقیقت کې دا امکان نلري ځکه ځيني هېوادونه لکه افغانستان نشي کولای دغه توازن رامنځ ته کړي ځکه د وارداتود زیاتوالی له امله مجبور دی خپل ذخیرو کې کموالی راولي، چې دغه حالت ته د تادیاتو په بيلانس کې کسر (Balance of Payment Deficit ) وايي. نو له دې امله هېوادونه د خپلو بهرنيو اسعارو د لارې دغه بیلانس متوازن ساتي ، په ځانګړي ډول د تادیاتو د بيلانس کسر د خپلو ذخیرو څخه تمویلوي.
دغه بنديز تر کوم وخت دوام کولی شي؟
کولای شي کلونه ونيسي ، په تير کې هم امریکا د ځينو هېوادونو ذخیرې کنګل کړي دي او په ځينو هېوادونو باندي يې مالي بندیزونه لګولی دي. دا چې امریکا د نړۍ ستر اقتصادي ځواک دی ، چې په نتيجه کې د امریکا ستري کمپنۍ ، سرمایه ګزاران او نوري نړیوالي کمپنۍ او هېوادونه نشي کولای د هغه هېواد سره چې بنديز پري لګول شوی تجارت وکړي . افغانستان باندي تر اوسه اقتصادي بنديز ندی لګول شوی یواځي يې شتمنۍ کنګل شوي دي.
کنګل کېدل کومې ګټي لري ؟
هغوی چې د ذخیرو د کنګل کېدلو طرفدار دی ، د هغوي استدلال دادی چې ددغه شتنمۍ کنګل کیدل پر اقتصاد کوم ځانګړی اغېز نلري، که چیری دغه شتمني ازاده شي نو موجوده نظام به یې ضایع کړي، ځکه نوی نظام کې مسلکې او په کارپوه خلک نشته او نه داسی څوک شته چې ددغه سرمایې د استعمال په اړه تجربه یا معلومات ولري نو بهتره داده چې په نړیوالو مالي مؤسساتو کې خوندي پرتي وي.
دا هم یو حقیقت دی چې دغه زیرمي ددې لپاره ندي چې په هېوادوالو دې د غربت د کمولو لپاره وویشل شي او نه هم د افغانستان د بودیجي برخه ده. همدارنګه ځيني نور استدلال کوي چې نوی نظام د خپلو مصارفو لپاره کولای شي عواید د ګمرکونو، ترانسپورت،مالیو، ښاروالۍ عوایدو، د پاسپورت او تذکیري او نورو خدماتو څخه ترلاسه کړي . نو ځکه دوی فکر کوي دغه شتمنۍ ته اړتیا نه لیدل کیږي. خو دلته بايد یادونه وشي چې ستونزه یواځي د نوي نظام لپاره د عوایدو نده، زیات مشکلات شته چې په لاندي برخه کې یې یادونه شوي ده .
زيانونه
د افغانستان بانک د اساسي اهدافو څخه یو د نرخونو ثبات دی ، ددغه هدف د ترلاسه کولو لپاره مرکزي بانک د پولي ابزارونو څخه د ازاد بازار د عملياتو دلارې (Open Market Operation) استفاده کوي . د پولي ابزارونو د جملي څخه يو د خارجي اسعارو د زیرمو څخه ډالر په هفته کې دري ځل لیلامول دي ، او دویم هغه یې د پانګه ايزو پاڼو په هفته کې یو ځل ليلامول دي . ددغه لارې د افغانستان بانک بازار ته ډالر عرضه کوي او هدف یې داوي ترڅو په بازار کې د اضافه نقدينه ګۍ مخنیوی وکړي او د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت د متزلزل حالت څخه د ثبات حالت ته راولي، د افغانستان بانک کلني بولټن په اساس، ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان بانک ۲۴۳۰،۴۰ ميليون ډالر ليلام ته وړاندي کړي وو پداسي حال کې چې د ډالرو لپاره تقاضا ددې دوه چنده وه . خو پانګه ایزي پاڼي بیا په افغانيو باندي حکومتي ضمانتي پاڼي دي چې یوې هفتي ، یو مياشت، درې میاشتو ، شپږ میاشتو او یو کال لپاره بازار ته وړاندي کیدلي. په ۲۰۲۰ ميلادي کال تر ورستیو پوري د پانګه ايزو پاڼو مجموعي اندازه ۴۶،۴۰ ميليارد افغانيو ته رسيده. دا چې افغانستان یو مصرفي اقتصاد دی ، او خالص واردوونکی دی ، او ددې ترڅنګ نړیوال تجارت په ډالرو ترسره کیږي نو دې امله په افغانستان کې ډالرو ته تقاضا زیاته ده ، که د تير په څېر مرکزي بانک بازار ته ډالر عرضه نه کړي نو افغانۍ به په تدریجي ډول خپل ارزښت د لاسه ورکړي . کله چې افغانۍ خپل ارزښت دلاسه ورکوي دا پدې معنی ده چې انفلاسیون رامنځ کیږي ، شیانو او خدماتو نرخونه لوړیږي او ورسره غربت نور هم زیاتیږي. همدارنګه د نقدينه ګۍ (سياليت) بحران رامنځ ته کيدلو ويره هم شته ، چې دا بیا د بانکونو سقوط ته لاره هواروي ، د بانکونو د سقوط په نتیجه کې سوداګریزي راکړي ورکړي په ټپه ودریږي. ددې ترڅنګ د سيالیت له امله بانکونه نشي کولی خپلو مشتریانو ته پیسی ورکړي
د پیسو د کنګل کیدلو له امله د سوداګرو حسابونو تړل شوي دي ، سوداګر نشي کولی خپل اجناس بهر ته ولیږي او نه کولی شي د نورو هېوادونو څخه اجناس وپېري. افغانستان باندي د نړیوال بانک او IMF له خوا هم مرستي بندي شوي دي. زمونږ د GDP یا ناخالص ملي تولیداتو ۴۰٪ په بهرنیو مرسته ولاړه وه چې اوس دغه مرسته هم بنده شوي ده نو له دې امله ددغه کنګل شو زیرمو بیرته مایع حالت ته راوستل زمونږ دهېواد د اقتصاد لپاره اړین دي.