شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهګلبدين حکمتيار اسلام اباد ته په سفر تللی

ګلبدين حکمتيار اسلام اباد ته په سفر تللی

تاند:( شنبه، د ميزان درېیمه) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په يوه سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللی.

د هغه په خپرو شويو عکسونو کې ليدل کيږي، چې زوی یې حبيب الرحمن حکمتیار هم ورسره ملګری دی.

حکمتيار د پاکستان د پارلمان له رئیس اسد قيصر سره لیدلي، خو د نورو لیدنو جزیات یې لا رسنيز شوي نه دي.

د‌ هغه د سفر موخه ظاهرا له پاکستان سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان کډوالو پر ستونزو بحث ښودل شوی، خو باخبره سرچينې وايي چې ښاغلی حکمتیار اصلآ له طالبانو سره په واک کې د خپلې برخې د غوښتلو په هدف پاکستاني چارواکو سره غږيږي.

حکمتيار، چې ويل کيږي د پاکستاني مقاماتو په اشاره يې د طالبانو ملتيا کړې، د هغوی له لوري په اعلان شوي اسلامي امارت کې سهم نه دی ورکړل شوی.

2 COMMENTS

  1. هغه یو پخوانی غلام او نوکری دی

    لکه نور چه دایران او نور ملکونو نوکران دی
    دا هم شکاره غلام دی

  2. الله تعالی دې نور هم دولتی چوکۍ پسې لیونی کړه نور به ذلیل او رسوا شي د چوکۍ لپاره هلته زاری او ننواتې کوی هغوي به د تاته هم شرطونه ایښي وی ته به وایی چې ولې نه د هر څه کوم خو ماته برخه راکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب