چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهلاوروف: طالبان به وهڅوو چې متمدن چلند وکړي

لاوروف: طالبان به وهڅوو چې متمدن چلند وکړي

تاند(شنبه، د میزان ۳) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، مسکو به طالبان وهڅوي چې متمدن چلند وکړي.

لاوروف دا خبره نن / شنبه په نیویارک کې وکړه. دی د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په ۷۶ مه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف وویل «موږ به هغه کسان چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته یې واک په لاس کې اخیستی دی، تشویق کړو متمدن چلند خپل کړي.»

روسیه لېواله ده چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني خو د طالبانو ځینې اقدامات سبب کېږي چې روسیه او چین د دوی رژیم په رسمیت ونه شي پېژندلی.

پرون د کریملین ویندوی دیمیتري پیسکوف ویلي و چې روسیه د نړۍ د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ښه دا ګڼي چې وګوري طالبان په افغانستان کې څه کوي؟ د حکومت جوړښت یې څه بڼه خپلوي او څرنګه خپلې ژمنې عملي کوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې په ګډه له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو حقونه رعایت کړي او ټول شموله حکومت جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب