جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود: طالبانو تر پنجشېر په کندهار کې ډېر جنایتونه کړي

احمد مسعود: طالبانو تر پنجشېر په کندهار کې ډېر جنایتونه کړي

تاند:( شنبه، د میزان درېیمه) د طالبانو د امارت پر وړاندې د دويم مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود له طالبانو سره د خپل مخالفت قومي اړخ رد کړی.

هغه په يوه تازه مرکه کې ويلي چې طالبان د پښتنو او دی د ناپښتنو استازيتوب نه کوي.

د احمد مسعود د ادعا له مخې، طالبانو له پنجشېر څخه په کندهار ولایت کې ډېر جنایتونه کړي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې افغانستان ورځ تر بلې د ترهګرو په پټنځای بدلیږي او نه بايد نړۍ يې يوازې په نندارې بوخته وي.

مسعود دا رد کړې، چې ګواکې د ده په مشرۍ مقاومت بهير سره کوم هېواد مرسته کوي.

نوموړي له نړيوالو غوښتي، چې د طالبانو اسلامي امارت په رسميت ونه پيژني او د افغانستان له برحقه غوښتنو سره ملګري شي.

3 COMMENTS

  1. احمد ضیا مسعود پدی څرګندونو غواړی پښتانه چی اکثریت اوتکړه جنګیالی دی ځانته راجلب کړی. اوبیا ده نړی ده یوقوت په مټ یوپنجشیری لنډغری حکومت جوړکړی. پدی سره ده پښتنونسل کوشی، قومی ژبنی تعصوبونه بلاخره افغانستان سره تقسیم او خپل خوراسان تشکیل کړی.خو حقیقت دادی چی دونیا ده افغانستان جنګ کی مالی ځانی تاوانونه بغیرکومی لاسته راوړنی نه لری. او لنډغرو هم خپل اعتبارله دونیاه له لاسه ورکړی. مهم داچی طالب یوڅه مشروعیت،باور، سیاسی تجربه پیداکړی. نورده دونیا هیڅ قدرت افغانستاکی جنګ ته زړه نه ښه کوی. که امارت لږهم سیاسی مشروعیت ترلاسه کړه طالب او پښتانه به سوونه کاله حاکم پاتی شی. اویو قوی مرکزی حکومت سره ده پام وړاقتصادولری.

  2. هغه جنایتونه چې د ده پلار چې د غلو سردار یادېږي، کړیدي هغه بل چا نه دي کړي. بله دا چې تاند څه لېوالتیا لري چې دا ډول خبر خپور کړي؟ ایا په لنډغرو پسې خپه دی که څنګه؟

  3. د احمد مسعود پدی خبره کی هیڅ شک نشته چی تالبانو په کندهار او د پښتنو په نورو سیمو کی د شمال او پنجشیر په پرتله ډیرې وژنی او زوزونې کړی او کوی يي چی پدی وژنو کی د ملی اردو
    پخوانی سرتیری، پولیس او نور خلک شامل دی.

    د بده مرغه په افغانستان او همدغه راز په لره پښتونخواکې پښتانه دنورو قومونو په پرتله ډیر وژل شوی, ربړیدلی او لادرکه شوی خو غږ يي یا ندی راپورته شوی او یايي څوک اوریدلو ته تیار نه دی.

    هری خوا پښتول وژل شوی او ټکول شوی چی چا د تروریست په نوم او چا د اسلام ددښمن مرتد او غلام په نوم وژلی او بی کوره کړی دی خو نه ي غږ راپورته شوی او نه ي چا غږ اوریدلی دی.
    تالبانو هم اول ګذار په پښتون کړی او همیشه يي د ځان ستر حریف بللی دی.
    زه د احمد سعود او یا نورو ملی خاینانو او یا هغه چا چی د افغانستان خپلواکۍ او ښیرازۍ ته زیان رسولی وی هیڅکله ملاتړی نه یم خو پدی خبره کی يي هیڅ شک نشته چی داډول ناوړه پیښی په کندهار او نورو پښتنو سیمو کی بی له کوم غبرګونه روانې ذی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب