یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د امريکا د بنديز کميدو هرکلی وکړ

طالبانو د امريکا د بنديز کميدو هرکلی وکړ

تاند: ( شنبه، د‌ميزان درېیمه) د طالبانو د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د متحده ايالاتو د هغه ګام هرکلی کړی، چې پر دغې ډلې يې بندیزونه کم کړي.

 د متحده ايالاتو د تازه پریکړې په اساس، د امریکا دولتي ادارو، نړیوالو او غیر رسمي ټولنو او بانکونو ته اجازہ ورکړل شوې چې افغانستان ته د خوراکي توکيو او درملو رسیدو فعالیتونو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې د امریکا په ګډون ټول ھېوادونه، ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه د افغانستان له حکومت سره اړیکې ټينګې او له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

متحده ايالاتو او نورو هېوادونو شرط ایښی، چې طالبان دې د بشري حقونو تامين، د ټول شموله حکومت جوړولو او نورو نړيوالو او ملي غوښتنو ته غاړه کېږدي، څو په رسمیت وپېژندل شي او مرستې ورسره وشي.

1 COMMENT

  1. طالب په کوم دلیل ځان ته حکموت وايي؟؟. تر اوسه يې هرې کړنې د حکومت خلاف دي،بل هر باندينی سياست يې قريشي او عمران خان په مخ وړي، دا څنګه بې شرمه ډله ده،هغه نور جرمنو چې اوس تر سره کيږي او خلک په قتل رسوي، پخواني چارواکي،مظامي خلک له کورونو د غلو په نومباسې او په ډير وحشت او بربریت يې وژني دا ولې؟؟ دوی عمومي عفوه د ورځې ده، خو د شپې يې سم سهي ترور روان کړای…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب