دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+د کلتور (فرهنګ) د ورځې لمانځل| دولت وزیري

د کلتور (فرهنګ) د ورځې لمانځل| دولت وزیري

د کلتور ورځې لمانځل  د عمومي کلتور د ودې، د کلتوري ارزښتونو د ملاتړ او ولس ته د کلتور د اهمیت ورکولو لپاره مهم ګڼل کېږي. په دې ورځ د فرهنګي بډاینې پر لارو چارو بحثونه او د کلتوري ستونزو پر حل بحثونه کېږي.

د کلتور د ورځې تر تشو لمانځلو د خپل دود او دستور ساتل ډېر اړین دي، چې له بده مرغه موږ په کې پاته راغلي یو!

پخوا به يې لونګۍ، پګړۍ یا دستار هغه چا ته پر سر کاوه چې هغه ته به يې ویل:

«سل دې ومره خو یو دې مه مره.»

او یا به يې ویل:

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي

خو اوس د قول ماتول زموږ ورځنی ژوند دی. څوک ورباندې شرم هم نه کوي او بیا هم د غیرت او مېړانې خبره کوي.

* هغه وخت د دوو دښمنو ډلو تر منځ به تېږه ایښوول قانون و، چې چا یې د ماتولو زړه هم نه شو کولی.

اوس د دښمنو ډلو تر منځ تېږه ماتول قانون دی. هغه پخوانی ولسي تړون په هغه جذبه نه ساتل کېږي.

* پخوا به دوو دښمنو ډلو د یوې او بلې ډلې ښځو ته قدر کاوه، د هغوی عزت به یې کاوه او پر لار به هرې قربانۍ ته خلک تیار وو.

اوس يې وژل او ځورول قدر بولي. ګناه د نارینه له خوا کېږي خو ټوله سزا ښځې ته ورکول کېږي.

* پخوا به يې ويل چې دا سخت باد او بروه د دې له امله دي، چې چېرې لکه چې «خون» شوی دی، کوم چا ګناه کړې ده، چې سزا یې نورو ته رسېږي.

اوس چې باد او بروه لګېږي، وايي، نن لکه چې ارامي ده.

* پخوا به د یوه او بل په ښه کېدو خوشحاله کېدو، د یو بل لاسنیوی به ویاړ ګڼل کېده.

اوس يې کوهي ته په غورځېدو خوشحالېږو. چکچکې ورته کوو او شکر باسو چې موږ ته زیان نه دی اوښتی.

* پخوا به کلي یو مشر درلود، نور ټول به ورته غوږ وو، د هغه پرېکړه به د کاڼي کرښه وه.

اوس ټول مشران دي او هغه مشر ورته غوږ دی.

* پخوا به په کلي کې یو محمدي اذان او یو به ملا و، یوه تراویح وه او یو جماعت لمونځ به و.

اوس په کلي کې ټول ملایان او په هر کور کې د خپلې خوښې اذان دی. وايي، دا ځکه چې مذاهب مختلف دي.

* پخوا به يې ویل چې اقرار په خوله او تصدیق په زړه،

خو اوس تر څو چې په خپله ستا د ښه سړیتوب اقرار په خوله او تصدیق په زړه ونه کړي، ستا د خولې اقرار او د زړه تصدیق ته اړتیا نه شته.

* پخوا به يې ویل، د زړونو مالک خدای ج دی، اوس ځینې زرواکي ځانونه د نورو انسانانو د هر شي مالک بولي.

اوس د هر چا د زړو هم دوی خبر دي، ځکه خو د کفر ټاپه لګول هم اسانه شوي دي.

* پخوا به يې ویل، له وژلو بخښل ښه او اسانه دي،

اوس وايي، له بخښلو وژل ښه او اسانه دي.

* پخوا به يې ویل، د بیت المال د مال خوړل، ګناه او حرام دي، هغه څوک چې په دې بیت المال کې خیانت وکړي ګور به یې په اور کې وي.

اوس د بیت المال د مال خوړل ثواب او وايي ستر ویاړ دی.

* پخوا به رشوت اخیستل شرم ګڼل کېده،

اوس د رشوت اخیستل ویاړ دی، وايي چې ماڼۍ دې د بل د ماڼۍ باید ټیټه نه وي.

لا نورې ډېرې ګیلې او نادودې هم شته چې ولیکل شي، خو اصیل او هوښیار ته خبره او …….. ته لغته.

د کلتور ورځ لمانځو، خو هغه دودونه او تړونونه چې زموږ په ولسونو کې شته باید ژوندي شي او ورباندې عمل وشي. په کار ده نړۍ ته هم زموږ د دغو دودونو او تړونونو ترجماني وشي، چې ورته ثابته شي افغانستان کې دغسې مثبت مسایل هم شته.

راځئ د فرهنګ د ورځې د لمانځلو تر څنګ هغه څه چې زموږ اصیل فرهنګ تمثیلوي او ټولنه ورباندې د اصلاح پر لوري ځي، هغه بېرته خپل دود او دستور وګرځوو.  مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب