دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهبلینکن: د طالبانو پر ضد بندیزونه به لېرې نه کړو

بلینکن: د طالبانو پر ضد بندیزونه به لېرې نه کړو

تاند(جمعه، د میزان ۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپل چینايی ساري د غوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو پر ضد بندیزونه به لېرې نه کړي.

بلینکن وویل، سره له دې چې امریکا د طالبانو پر ضد بندیزونو ته دوام ورکوي، هڅه کوي چې د دغو بندیزونو منفي اغېز پر عامو افغانانو نه وي.

ده چې د ۲۰ شتمنو هیوادونو په غونډه کې خبرې کولې، وویل «واشنګټن ځان د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ژمن ګڼي او طالبان باید افغانانو ته د بشري مرستو لار هواره کړي.»

ده د امریکا له لوري د افغانستان د نژدې ۱۰ ملیارد ډالره شتمنۍ د کنګل کېدو په اړه وویل، دا پیسې د افغنستان د خلکو د ملاتړ په چوکاټ کې ازادېږي.

بلینکن نور جزییات ورنه کړل چې په څه ډول او څومره پیسې به ازادې کړي.

تر دې مخکې د افغانستان بانک د بورډ یوه غړي ډاکتر محرابي ویلي و چې څه باندې سل ملیون ډالره دې د افغانستان د فوري اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ازادې شي او نورې پیسې دې هم په داسې ډول پرېښودل شي چې طالبان یې د خپلو لیکو د پیاوړتیا لپاره ونه کاروي خو د افغانستان په پرمختیايي او اقتصادي چارو ولګېږي.

پرون د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د شلو شتمنو هیوادونو په غونډه کې وویل چې باید د افغانستان پر ضد یو اړخیز بندیزونه لېرې شي.

ده د افغانستان بشري وضعیت ته په کتو دا غوښتنه وکړه او له شلو شمتنو هیوادونو یې هم وغوښتل چې په افغانستان کې په سوله، پرمختګ او یووالي کې رغنده رول ولوبوي.

وانګ د افغانستان بانک نژدذې ۱۰ ملیارده کنګل شتمني د افغانستان شتمني وبلله او ویبې ویل باید ژر ازاده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب