نن شپه هيڅ خوب نه راځي، له سپوږمۍ سره خواله څومره خوند کوي، په بې غمه زړه او بې ډاره کيسې ورسره کوم. سپوږمۍ ښکلي ښکارېږي، د څوارلسو ورځو ده، زه هم د څوارلسو کلونو يم، مور مې وايي جلکۍ چې څوارلس کلنه شي، ښايسته شي.
سپوږمۍ په ورېځو کې پټه شوه، لاندې ځمکه ورسره تياره شوه، هر څه ويروونکې او بَبو ښکاريدل. شپوږمۍ همداسې روانه وه، ډېرې کيسې ورسره وې، ډېر څه يې ليدلي وو، خو خاموشه وه، هيڅ يې نه ويل. ما همداسې سپوږمۍ ته ورليدل، چې سترګې مې سره ورغلې او ويده شوم.
خوب مې ليده چې ناڅاپه مې شاوخوا سپينه رڼا شي. شپوږمۍ مې په سر ولاړه وي او راته وايي:
ـ مه وارخطا کېږه، تيارې سپوږمۍ نشي پټولی، هره تياره به د سپوږمۍ په پلوشو ښکلې او روښانه وي.
پای
ډیر ښایسته .