جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهجنرال دین محمد جرات په مرموز ډول اسلام اباد ته بیول شوی

جنرال دین محمد جرات په مرموز ډول اسلام اباد ته بیول شوی

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱) راپورونه وايي چې جنرال دین محمد جرات پاکستان ته لېږدول شوی او د اسلام اباد په یوه لوکسه مېنه کې دېره شوی دی.

تاند ته باوري سرچینو وویل، جنرال جرات، چې یوه موده د ولسمشر اشرف غني سلاکار و، په وروستیو کې د پنجشېر په مقاومت کې پراخ درز راوست. ویل شوي چې ده د پنجشېر د مقاومت یو شمېر غړي وهڅول چې وسله پر مځکه کښېږدي او طالبانو ته تسلیم شي.

خو اوس راپورونه وايي چې جنرال جرات په مرموز ډول له پنحشېره اسلام اباد ته رسېدلی او د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د دغه ښار په بحریه ټاون کې په یوه ستر کور کې دېره شوی دی.

یوې سرچینې تاند ته وویل چې جنرال جرات لومړی په یوه کوچنۍ څرخکه کې د پنجشېر له شیخان کلي څخه چترال ته او بیا له هغه ځایه د پي آی اې په الوتکه کې اسلام اباد ته رسول شوی دی.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبري غونډه کې په دې باب چې د ملي مقاومت جبهې ویندوی فهیم دشتي چا وواژه، د خبریالانو د پوښتنو په ځوب کې وویل چې نوموړی طالبانو نه دی ویشتی بلکې د جنرال جرات او قوماندان ذره ترمنځ په نښته کې وژل شوی دی. د مجاهد په وینا جنرال جرات د طالبانو بیرغ پورته کړ او غوښتل یې چې له طالبانو سره یوځای شي خو قوماندان ذره یې مخالفت وکړ چې په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمنځ نښته وشوه چې دشتي یې په لړ کې ووژل شو.

جنرال جرات یو نیم کال پخوا (د ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۷) په کابل کې د پاکستاني طالبانو د یوه مهم مشر خالد حقاني او مهم قوماندان قاري سیف یونس په وژلو تورن شو خو امنیتي ځواکونو سره له دې چې د نوموړي کور څو اوونۍ محاصره کړ، په نیولو یې بریالي نه شول.

شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو مشرتابه کې مهمه سټه وه او په ۲۰۱۹ کې د دې ډلې مرستیال مشر هم و. وژل شویو کې دویم هم قاري سیف یونس دی چې د پاکستاني طالبانو مهم قومندان و.

1 COMMENT

  1. اوس تاسی آوازی دی چی پخوانی څارنوال جبار ثابت هم وژل شوی چی پدی که خو به دی جنرال جرت لاس نه وی ځکه پخوا د کرزی په وخت د دواړو ترمینځ نښته هم شوی وو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب