جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهطالب واکمنۍ د سلمانیانو کاروبار خراب کړی

طالب واکمنۍ د سلمانیانو کاروبار خراب کړی

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱) د فرانسې خبري اژانس له افغانستان څخه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې دلته د طالبانو د اسلامي امارت له واکمنیدو سره په ځانګړي ډول د سلمانیانو کاروبار ډېر اغېزمن شوی.

یو شمېر سلمانیانو دغه اژانس ته ویلي، چې مخکې یې د سلمانۍ عاید حد اقل ۱۵ امریکایي ډالره و، خو د طالبانو له واکمنیدو سره دا عاید حداکثر ۵ ډالرو ته رسیدلی.

د سلمانیانو په خبره، مخکې به ډېری ځوانان په اونۍ کې حداقل دوه ځله د ږیرې جوړولو لپاره ورته راتلل او زر به یې د سر ویښتان هم په نویو بڼو جوړول.

دوی ویلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره هم د دوی له وېرې او دوی سره د خپلې ظاهري بڼې د برابرولو لپاره او هم د سختو اقتصادي ستونزو له کبله د مشتریانو ورتګ او کاروبار یې اغېزمن شوی.

د هرات یوه سلمان د خپلې سلمانۍ په المارۍ کې د ځوانانو د سینګار کریمونو او عصري توکیو ته په اشارې ویلي، چې اوس په استثنایي ډول ځینې مراجعین د دغو توکیو د استعمال غوښتنه کوي او نور اکثره په کمو پیسو د کار غوښتنه ترې کوي.

ویل کیږي، چې طالبانو د خپلې تېرې دورې واکمنۍ برعکس دا ځل د ږیرې، ویښتانو او ظاهري بڼې په اړه توندي نه ده کړې، خو له هغو خلکوسره چې د دوی په مزاج یې بڼه برابره نه ده، ښه چلند نه کوي.

نړیوالې ټولنې پر طالبانو شرط ایښی، چې له خپلو سخت دریځیو لاس په سر او د خلکو هراړخیزو حقونو ته په درناوي قایل شي، څو د په رسمیت پېژندلو لپاره یې خنډونه کم او د همکارۍ زمینه ورسره برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب