جمعه, مې 17, 2024
Home+مدني مقاومت او د عدم تشدد خوځښتونه

مدني مقاومت او د عدم تشدد خوځښتونه

لومړۍ برخه: عمومي کتنه

یوه میاشت مخکې د 2021 کال د اګست په 15 د افغانستان اسلامي جمهوریت چې یو ولسواک نظام و، له منځه یوړل شو. او طالبانو افغانستان ونیو. د نظام دا ډول چټک ړنګیدل بیخي طوفاني او د تمې خلاف و. هیڅوک باور نشي کولای چې دا څنګه هر څه په وروستۍ شیبه کې په دې ډول ناڅاپه بدل شول. خو دا لوبه د تیرو دریو میاشتو راهیسې د افغانستان د تیر نظام او ملت لپاره یوه طوفاني څپه وه، د ولسمشر د وروستیو څرګندونو او د افغان سیاسیونو او جهادي مشرانو او مخورو څیرو له افعالو اوغبرګونونو څخه څرګندېده چې هیواد مو ریښتیا هم یو بیړني حالت ته داخل شوی دی.

دا چې د افغانستان ولسواک یا جمهوري نظام د غوڅ اکثریت افغانانو په خوښه نظام و، او موږ یوه پیغله دیموکراسي تجربه کوله، دولت هم ټولشموله او پراخ بنسټه و، ملي اردو ملي شوې وه، د ولسمشر غني هلې ځلې د فساد پر ضد مبارزې او د ملي ګټو د خوندیتوب او د پرمختیا په لور ورماتې وې، د زورواکۍ کلتور ټغر مخ په ټولیدو و، لنډه چې افغانان او د افغانانو هیواد د ښه او روښانه راتلونکي په لور مزل پیل کړی و، غوڅ اکثریت افغانانو خپل ځانونه په سیسټم کې لیدل او ډاډمن و، ځینو بیا د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوله، او ځینو نورو پرې اصلاحي نیوکې کولې، تر څو نظام پیاوړی او سپیڅلی شي.

افغانستان په خپل تیر شل کلني مزل کې خورا لاسته راوړنې لرلې، لکه اقتصادي پراختیا، د ښوونې او روزنې کچې لوړتیا، د بیښبینايي پروژو چټکتیا، د پراختیایي او بیارغونې ګړندۍ هلې ځلې، غوره روغتیا، د ښې حکومتولۍ لپاره مبارزه، د فساد، تروریزم، جرمونو، نشه یې توکو او د قاچاق ضد مبارزه، د بشر حقوق، ښځو حقوق، او د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ، د رسنیو پراخ پوښښ او د بیان آزادي په شان لا ډیر پرمختګونه یې روښانه بېلګې دي.

افغان میرمنې د کرکټ په ملي لوبغالي کې د کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره ملي بیرغونه رپوي. (سرچینه: ګوکل)

د دې پرته انټرنیټ، اړیکې، ټرانسپورټ، اوبه او بریښنا او د بانکدارۍ سیستمونه د یو لړ ننګونو تر څنګ منظم فعالیت درلود. همدا راز د 93 هیوادونو سفارت خونو په افغانستان کې ډیپلوماتیک حضور درلود، حکومت مو د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوی و، او په خپلواکه توګه یې نړیوالې ټولنې سره نړیوالې اړیکې پاللې، بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګه اچونې لپاره خوشبينه و، نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک په وروستیو کې د افغانستان سره د پام وړ مرستې یې ښې بیلګې دي، همدا رازدولتي، غیر دولتي او نړیوالو دولتي موسسو او د لویدیځ پراختیایي پروژو په پرلپسې توګه خدمتونه وړاندې کول. د دې هر څه تر څنګ ډیری افغانانو شخصي تجارتونو باندې لاس پورې کړی و، زموږ کورني توکي بهرنیو هیوادونو ته صادریدل، د صاداراتو ګراف وخت په وخت لوړېده، او همدا راز د هوا له لارې مخ پر وده صادارات یې ښه بېلګه ده، د ولسمشر غني خبره چې افغانستان نور په وچه کې ایسار هیواد ندی، بلکې د اسیا په څلور لارې بدلیدونکی دی. ډیرو پانګوالو دلته د ملیونونو ډالرو په ارزښت پانګونې کولی، د ډیرو افغانانو په ورځني ژوند کې اقتصادي او ټولنیز مثبت بدلونونه لیدل کیدل. ډیری افغانان د روښانه راتلونکي لپاره په هڅه او خوارۍ بوخت و، دوی د یو پیاوړي، سرلوړي او سیال افغانستان خوب لیده.

مګر د تمې خلاف، د طالبانو – چې د پاکستان په مذهبي مدرسو کې روزل شوي دي – له راتګ سره زموږ ولسواک نظام ړنګ شو، ملي اردو له منځه لاړه، ملي بیرغ لرې شو، د میرمنو حقوق، د بیان آزادي او رسنیو پوښښ محدود شو. طالبان د یو نوي ډول نظام د رامنځته کولو په درشل کې دي، چې تر ورایه یې ځینې ګامونه د ملت د هیلو خلاف دي، طالبانو د خپل نوي نظام په سر کې یوه نوې سرپرسته کابینه اعلان کړه، چې دا ټوله نارینه، او د یوقوم خلک دي، چې ځینې غړي یې د ملګرو ملتونو او د امریکا د FBI ادارې په تور لیسټ کې د تروریزم تر نوم لاندې ثبت دي. یاده کابینه د ښځو، توکمیزو او مذهبي لږکیو لپاره څوکۍ او ځای نلري، چې د همدې امله دا یوه ټولشموله او پراخ بنسټه کابینه نده . همدا راز یاده کابینه د ټولو افغانانو څخه استازولي نشي کولای، بله دا چې د یادې کابینې ډیری استازي مسلکي ندي، دا چې اوسمهال موږ په افغانستان کې په لوړ شمیر تکړه او مسلکي کدرونه لرو، او د دې لپاره چې دوی په تیر نظام کې ونډه درلوده – څنډې ته کول یې د طالبانو لپاره ښه حکومتولي کول ننګوي- د دولت په سر کې داسې طالبان چې تیره شل کلنه کاري موده یې یواځې جنګ او تبلیغات و خورا انديښمنونکی ده.

له نیکمرغه دا چې اوسمهال افغانان په سوله کې ژوند کوي، او د ویرې او اندیښنې تر څنګ په ټول هیواد کې د وینو ستر سیلاب دریدلی دی، دا به ناسمه وي چې د خپلو حقوقو او غوښتنو او د ملي ګټو او ارزښتنو د خونديتوب لپاره دې خونړۍ جګړه او ګډوډي رامنځته وشي، بلکې د افغانانو لپاره اوس وخت د دې دی چې د عدم تشدد میتودونو په کارولو سره مدني مقاومت پیل کړي، او د سولییزو لارو چارو پر مټ خپلې ملي ګټې خوندي او د ملي ازښتونو څخه ساتنه وکړي، او طالبان دې ته اړ کړي چې د ملت روا غوښتنو ته غاړه کیږدي، او تیرې شل کلنې لاسته راوړنې خوندي شي .

تاریخ ګواه دی چې د عدم تشدد خوځښتونو سخت مخالفین ننګولي دي: لکه حساب نه ورکونکي حکومتداري ، سیستماتیک فساد ، بنسټیز تبعیض ، د چاپیریال تخریب ، دیکتاتوري ، بهرني نظامي اشغال ، او تاوتریخجن افراطیت.

دا چې د عدم تشدد غورځنګونه ټوپک یا بم نه کاروي ، نه وسله والې شخړې رامنځته کوي. بلکې دوی د لاریونونو ، بایکاټونو ، د نه خوړلو احتساب ، مدني نافرماني ، د بدیل بنسټونو جوړولو او په سلګونو نور دعدم تشدد تاکتیکونو څخه کار اخلي.

زه باور لرم چې افغانان پیاوړي دي ، او لکه څرنګه چې ګاندي بابا وايي “عدم تشدد د پیاوړي انسان وسله ده”.نو راځئ چې خپل هیواد په ګډه نوې لوړو ته ورسوو، او د عدم تشدد خوځښتونو له لارې خپل برخلیک په ښه توګه جوړ کړو.

و من الله التوفیق .

لیکنه:

عبدالرحمن ننګیالی

د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي، د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګې محصل

اسعداباد، کونړ .

2 COMMENTS

  1. ډیره زیاته مننه ننګیالی صیب. واقعا ټول مو حقیقت ویلی دی ، اوس وخت د جګړی او ګډوډی ندی ، افغانان باید خپلی د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنی د مدنی مقاومت عدم تشدد د خوځښتونو او سولیزو لاروچارو په مرسته خوندی کړي. تر څو سرلوړی او روښانه راتلونکی ولرو.

  2. سلام
    رحمن بابا ع وایی:
    پوهه ټوله راوتلې له مغزو ده
    هسې نه چې په دې ډيرو کتابو ده
    ستا نظر خپل دی اودهرچانظر داحترام وړ دی.زه فکر کوم چې حقوق او سیاسی علوم په یوه اسلامی تولنه کې دېربنستیزه پراخ اړیکی او ضوابط ،ملی اواسلامی فرهنګ لری او همدارنګه ټولنیزه معیارونه یې هم د پاملرنې وړ دی . ماتیره شپه دبن تش په نوم ککړ کنفرانس ګوګل کړچې دلېندۍ میاشتې په ۱۴، کال ۱۳۹۰ کې دبهرنیو په زور جوړ شو اوکرزی یې دناوې په څېر په یابو سپور راووړ دلته همدغه دموکراسی دېپلو ماسی ، بدماشی او ګلم جمی ماشومه وه اواهمیت له لاسه ورکوی. کله چې دناتو سګ وسوګل په یوه خوله دلته په هرډېران پراته ول دلته دمبوکراسی بدرنګه ،لوڅه او بربنده ،بې عفته بېغله وه نو دعلومو له برخې وځی اوبې فرهنګه کیږی! بیاهم همدغه استعمارچیان ورته هوسیږی .
    خو نن همدغه هېوادونه او استخاراتی دارودستې دبشردوستانه مرستو لباره توطیې ،ډندورې او دلاس وهنو طرحې او پټې دسیسې لری. دوی دی چې په سوشل میدیا کې چیغې اوناری وهی په ملګر ملتو کې دیو ناما پخوانی جاسوس غلام ا سحاقزی ددایمی سفیر په توګه دچا استازیتوب کوی ؟ داهم دعادله راز په څېر د ان جی او ماهر دی ! ان جی او خو افغانستان کې تور تاریخ لری ویس ناصری بیسواد له یودرزن کتابو سره دسیاست په نوم دطلوع په چینل کې بستره اچولې هغه هم دېپلو +میاسی کې لګیا دی!! دم بو کراسی له خپلې موړې اوتانګ سره ووتله دشتولتن بیرګ اشتها هندوکش ،سپین غر او کوه بابا ور صافه کړه.
    په دې میاسی میاسی کې غنی احمدزی باندې دکارغه چل وشو دزرکې پېښې یې کولې خپلې یې له یاده ووتلې پېغله یې پرېښوده او لاړ وتښتېد پښتانه خو خپله پېغله چاته نه پرېږدی هغه هم چې ۳۵۰۰۰۰ زره عسکر ،کوماندو، امرالله اوحمدالله ولری او په ارګ کې اتلس دوله غوښه هم خوری.ګاندی ویلی دا کار اسانه دی چې ځه دول راوپرځې خو بیا بیرته په پښو درېدل ګران کاردی!
    ګاندی په یوه لنګ او څپلکو کې د لویې کتلې لپاره دعدم تشدد له لارې مبارزه وکړه خو غنی د ۲،۲ ترېلیون دالرو په زورله ټولو تباهیو ، بمباریو و دده به خوله به یوه کال کې د ۴۵۰۰۰ عسکرو وژنه سره سره چې احصایه ور باندې شرمیږی استعمار دوه لسیزې په سرپر ستانو پرچمیانو پرستش کړ. داکوم حقوق ،سیاسی علوم عقل اومنطق منی؟
    له بده مرغه ډیری افغانان یو دبل سره دیوې قضیې پر مثبتو برخو او اړخونو بحث نه شی کولی شخصی کوی یی اواحسا ساتی کیږی او یا دنیوکې په نزاکت نه پوهیږی.اهانت او ټاپه وهل خو هرچاته اسانه کار دی په تبصرو کې زیات لیدل کیږی . واقعیت روښانه دی ښه ته سړی ښه ووایی او بد ته بد زما په نظر ښه انتخاب هغه دی چې دولس په ګته وی نه تش خالی وچ سیاست چې څلور لسیزی موږ تجربه کړ لری . ټولنیزه ابعاد دسولې ،امن،سوکالی په رنا کې دهرچا ګتې خوندی ساتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب