Home+کېټس پاټوریټس د کرابین لیګ پایلوبه وګټله

کېټس پاټوریټس د کرابین لیګ پایلوبه وګټله

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۵) د کرابین لیګ پایلوبه د سېنټ لوشیا کینګز او کېټس پاټوریټس ترمنځ ترسره شوه.

د کېټس پاټوریټس لوبډلې په دې لوبه کې بریا ترلاسه کړه.

د دې لوبې پچه د سېنټ لوشیا لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

یادلې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.

راکیم کورنوال او روسټن چیس ۴۳-۴۳ او کیمو پال ۳۹ منډې جوړې کړې.

کېټس پاټوریټس ټاکل شوی هدف د ۷ لوبغاړو په زیان پوره او پایلوبه یې په خپل نوم کړه.

ډي سلوا ۳۷ او دومینک ډرکس ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ډومینک ډرکس او د لیګ غوره لوبغاړی روسټن چیس وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...