شنبه, مې 18, 2024
Home+افغان ملي لوبډلې په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پيل کړ

افغان ملي لوبډلې په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پيل کړ

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۲۵) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن پنج شنبه په ننګرهار کې تمریناتي کيمپ پیل کړ.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېره ورځ رسنیو سره په خبرو کې دا خبره کړې وه، چې ملي لوبډله به د راتلونکې نړیوال شل اوریز جام لپاره د چمتوالي په موخه  پنج شنبه په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل کړي.

د هغه په خبره په دې کیمپ کې به ټول هغه لوبغاړي ګډون ولري، چې د نړیوال جام لپاره اعلان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې کرکټ بورډ ویلي وو،چې د ملي لوبډلې د چمتوالي روزنیز کیمپ به په کابل کې ترسره شي، خو اوس په ننګرهار کې پيلېږي.

کرکټ بورډ زیاته کړې وه، چې د دې تمریناتي کیمپ مشري به د اصغر افغان پر غاړه وي.

سرچینې یې لامل دا ښودلی وو، چې لوبډلمشر محمد نبي ، راشد په دوبۍ او نجیب ځدران، چې مرستیال لوبډلمشر دی په پېښور کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب