شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد امریکا استخباراتي چارواکي وايي، القاعده د افغانستان په لور خوځېدلې

د امریکا استخباراتي چارواکي وايي، القاعده د افغانستان په لور خوځېدلې

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۴) د امریکا د استخباراتو چارواکي وايي، القاعده شبکه کېدای شي بیا په افغانستان کې ځان منظم کړي او د امریکا کورني امنیت ته په یوه ستر ګواښ بدله شي.

د متحدو ایالتونو د دفاعي استخباراتي ادارې ريیس جنرال سکاټ ډي بیریر د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت غونډې ته وویل «اوسنی محتاط اټکل ښايي دا وي چې القاعده شبکه له یوه تر دوو کلونو پورې د امریکا کورني امنیت ته خطر پېښولی شي.»

امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راوروسته د القاعده شبکې غړي له اوسه د افغانستان په لور خوځېدلي او ممکن په راتلونکې کې په خطر بدل شي.

طالبانو ژمنه کړې چې القاعده، داعش او نورو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا یا کوم بل هیواد برید وکړي. خو د افغانانو اندېښنه دا ده چې که القاعده یا بله ترهګره ډله په افغانستان کې حضور ولري او پلویان یې په امریکا یا بل هیواد کې برید وکړي، افغانستان د انتقام اخیستو لپاره تر ټولو اسانه هدف دی.

د امریکا استخباراتي چارواکي وايي، همدا اوس هم د القاعده او هم د اسلامي دولت د خراسان څانګه په افغانستان کې شته خو یوازې القاعده شبکه له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او دا څرګنده نه ده چې طالبان به پر امریکا او نورو هیوادونو د القاعده شبکې د حملو د مخنیوي لپاره تر څه حده هڅه وکړي.

د سي آی اې مرستیال ريیس ډیویډ ایس کوهن وايي، د ده اداره افغانستان ته د القاعده شبکې د خوځېدو نښې ویني، خو د سي آی اې لپاره ګرانه ده چې په دې پوی شي چې کله به القاعده یا داعش دا وړتیا ترلاسه کوي چې پر امریکا حمله وکړي.

ده زیاته کړه، په سیمه کې له حضوره پرته دوی له لېرې له له نورو استخباراتي میتودونو کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب