چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د امریکا د سناجرګې یوه مخکښ مشر دفاع...

د افغانستان په اړه د امریکا د سناجرګې یوه مخکښ مشر دفاع وزیر ته د استیضاح خبرداری ورکړ

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۴) د امریکا د سنا جرګې یوه جګپوړي دیموکرات غړي خبرداری ورکړ چې دفاع وزیر لویډ اسټن به دې جرګې ته احضار کړي.

ده دا خبرداری وروسته له دې ورکړ چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د سنا جرګې د غړیو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره دې جرګې ته له حاضرېدو ډډه وکړه.

ښاغلي اسټن ته بلنه ورکړل شوې وه چې د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یو ځای د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شي، خو نوموړی حاضر نه شو.

د سناجرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس سناتور مینیندیز وویل «په دې ډېر نهیلی شوم چې دفاع وزیر اسټن نن حاضر نه شو چې زموږ پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره راشي.»

ده زیاته کړه «د دې کړکېچ په وړاندې د امریکا د ځواب بشپړه محاسبه، په تېره بیا د امریکا له لوري د روزل شویو او تمویل شویو افغان ځواکونو د بشپړه سقوط په اړه پوهېدا د پینتاګون د چارواکو له حضوره پرته ناشونې ده.»

ښاغلي مینیدیز د خپل دیموکرات ګوند حکومت ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، له ښاغلي اسټن څخه یې توقع لري چې په لنډ وخت کې دې کمېټې ته حاضر شي.

«که حاضر نه شو، زه به په دې غور وکړم چې د کمېټې له صلاحیته د ده د استیضاح لپاره کار واخلم.»

پینتاګون تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب