دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهچین طالبانو ته د حکومت د جوړولو مبارکي ویلې خو لا یې...

چین طالبانو ته د حکومت د جوړولو مبارکي ویلې خو لا یې په رسمیت نه پېژني

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۳) د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وانګ ویبین وايي، هیواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري له نوي جوړ شوي حکومت سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمدنعیم نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو تحریک ته د موقت حکومت د جوړېدو مبارکي ویلې ده.

ده لیکلي «نن ماسپښین د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ګاونډي هیواد چین له سفیر وانګ یو سره وکتل. په دې کتنه کې د چین سفیر د افغانستان د نوي حکومت مبارکي وویله.»

چینايي دیبلومات دغه راز ژمنه وکړه چې «چین به له افغانستان سره بشري، اقتصادي او سیاسي همکارۍ ته دوام ورکړي.»

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د  چین مننه وکړه.

د دوشنبې په ورځ په جینیوا کې د نړیوالې موسسو لپاره د چین دایمي استازي چېن کشو د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې له افغانستان سره د ۳۱ ملیون ډالرو په ارزښت د خوراکي موادو او درملو د مرستې اعلان وکړ. چین دغه راز افغانستان ته د ۳ ملیون کورونا ضد واکسین د ورکړې ژمنه کړې ده.

په جینیوا کې د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې امریکا له افغانستان سره ۶۴ ملیون ډالره مرسته اعلان کړه چې دا د امریکا د پخوانیو مرستو په پرتله تر ټولو لږه ده.

چین سره له دې چې د سفیر په سطحه طالبانو ته د نوي حکومت د جوړولو مبارکي ویلې خو لا یې هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښايي د چین په شمول ټوله نړیواله ټولنه هغه مهال د طالبانو له لوري نوی حکومت په رسمیت وپېژني چې طالبان خپل دریځونه نرم کړي او د قدرت له انحصاره لاس واخلي. دا هغه ژمنه ده چې طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې په ځلونو پرې تینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب